ads

ګواښ

تيره سه شنبي ماښام، په اداري اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ کې د جمهور رییس فوق العاده استازی احمدضیا مسعود د جمهور رییس د یوه فرمان له مخې له خپلې دندې ګوښه کړی شو دا چې په فرمان کې د هغه د ګوښه کولو دلایل نه وو څرګند شوي نوموړي انتقاد وکړ چې جمهور رییس لومړی له دندې د هغه د ګوښه کولو دلیل ورته نه دی ویلی او که چېرته دا فرمان بېرته وانخستل شي نو ټول هیواد کې به کورنۍ جګړه ونښلي.

نویسنده: sarwan
2 غویی 1396
ګواښ

تيره سه شنبي ماښام، په اداري اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ کې د جمهور رییس فوق العاده استازی احمدضیا مسعود د جمهور رییس د یوه فرمان له مخې له خپلې دندې ګوښه کړی شو دا چې په فرمان کې د هغه د ګوښه کولو دلایل نه وو څرګند شوي نوموړي انتقاد وکړ چې جمهور رییس لومړی له دندې د هغه د ګوښه کولو دلیل ورته نه دی ویلی او که چېرته دا فرمان بېرته وانخستل شي نو ټول هیواد کې به کورنۍ جګړه ونښلي.
د جمهوري ریاست ویندویانو د احمدضیا مسعود ګوښه کول پخپلو چارو کې پاتې راتلل په ګوته کړي دي، خو په کار ده چې پر حقایقو د پوهيدو او قناعت ترلاسه کولو لپاره دغه دلایل یو په یو له ولس سره شریک شوي وای.
احمد ضیا مسعود له دندې نه د خپل ګوښه توب په اړه توند غبرګون څرګند کړ او دا کار يې د جمهور رییس له صلاحیته پورته وګاڼه. هغه رسنیو ته وویل چې که جمهور رییس خپل فرمان بیرته وانخلي، نو په هيواد کې به بحران رامنځته شي.
د قانون د ۶۴ مادې له مخې په دندو ګمارل او له دندو د چا ګوښه کول د جمهور رییس له صلاحیتونو شمېرل شوي او دا یوه عادي چاره ده. خو يو شمېر کارپوهان د هیواد اوسنیو کړکیچنو حالاتو ته په کتو په دې نظر دي چې په کار ده د لوړپوړو چارواکو په لرې کولو کې او د یوې مسالې د نه سیاسي کېدو لپاره، د ګوښه کولو دلایل له ولس سره شریک کړای شي.
د خلکو تمه دا ده چې حکومت که یو څوک له دندې ګوښه کوي ښايي ځينې دلایل ورته ولري، که چېرته خبره همداسې وي نو نباید یوازې له دندې د یو چا په ګوښه کولو اکتفا وشي، بلکې داسی مسایل باید د هیواد د عدلي او قضايي ادارو له لوري وڅېړل شي. که داسې ونه شي د دې امکان شته چې خلک په داسې مواردو کې د سیاسي هڅو ګومان وکړي.
په تېرو پنځلسو کلونو کې زموږ د حکومتونو لوی مشکل دا و چې د مکافاتو او مجازاتو لپاره يې یا سیستم نه درلود او یا يې نه غوښتل چې د ځینو مصلحتونو له مخې هغه سیستم عملي کړي. دا هغه کړنه پاتې شوې چې تر ډېره يې د خلکو د نارضایتۍ اسباب هم برابر کړي دي. د مکافاتو او مجازاتو د قانون له مخې هر دولتي چارواکی که هغه لوړپوړی او یا ټيټ پوړی مامور وي، ځواب ورکوونکی وي او هیڅکله د تا ویلي ما ویلي نزاکت نه رامنځته کېږي او نه هم خبره د ګواښلو تر بریده رسېږي.
دا د ضیا مسعود حق دی چې غواړي د خپل ګوښه توب په دلایلو پوه شي، خو دلته د پوښتنې وړ خبره دا ده چې آیا دا سم کار دی چې په توندو څرګندونو سره خلکو ته د هیواد د وضعیت په اړه وېره او اندېښنه راپیدا کړای شي.
احمدضیا مسعود تېره سه شنبې پخپل خبري کنفرانس کې وویل چې یو شمېر خلک له ځينو ولایتونو څخه د دوی د برطرفۍ په غبرګون کې کابل ته راروان دي او که سبا هرڅه کېږي او کوم بحران رامنځته کېږي، مسوولیت به يې د ده نه بلکې د جمهور رییس په غاړه وي.
آیا له دندې د ګوښه کېدلو پر سر باید د بحران له رامنځته کېدو اندېښنه رامنځته کړای شي او خلک باید تل په داسې مواردو کې د وېرې او ډار په فضا کې ژوند وکړي؟
آیا دا چاره چې د قانون له مخې د جمهور رییس حق دی، د بحران د رامنځته کولو له لارې ترې وتروړل شي؟ په داسې څرګندونو سره نباید د ولس له احساساتو سره لوبې وشي او نه هم باید دغسې مسایل په داسې بڼه تمثیل شي چې یو څوک د خپل واک لپاره ولس کاروي. د ښاغلي ضیامسعود یادې خبرې دا معنی لري چې که یو څوک په قدرت کې و، هيڅ خبره هم نشته او که له قدرته لرې کېږي بیا نو د هغه د ساتلو لپاره باید بحران رامنځته شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA