ads

کاپیسا کې د کوکنارو د له منځه وړلو کمپاين پیل شو

د کاپیسا امنیتي چارواکي وايي، نن يې د کاپیسا په ناامنو ولسوالیو کې د کوکنارو اړولو کمپاین پیل کړ، چې پنځلس ورځې به دوام وکړي.

نویسنده: sarwan
2 غویی 1396
کاپیسا کې د کوکنارو د له منځه وړلو کمپاين پیل شو

د کاپیسا امنیتي چارواکي وايي، نن يې د کاپیسا په ناامنو ولسوالیو کې د کوکنارو اړولو کمپاین پیل کړ، چې پنځلس ورځې به دوام وکړي.
د کاپیسا د امنیې قومندانۍ د ویاند محمد ایوب یوسفزي په خبره په دې کمپیان کې د ملي اردو دوه ټولۍ سرتېري، د سلو په شاو خو کې ملي او سیمه يیز پولیس او نورې ادارې هم برخه لري.
یوسفزی زیاتوي سره له دې چې هر کال په کاپیسا کې د کوکنارو اړولو کمپاین پیل کېږي، خو سږ کال هم د کاپیسا د تګاب او په یو شمېر نورو نا امنو برخو کې خلکو کوکنار کرلي دي، لومړی به ټولې هغه سیمې پاکې شي چې د حکومت تر کنټرول لاندې دي.
د کاپیسا امنیتي چارواکي وايي، د کوکنارو یو شمېر قاچاقبر د کاپیسا او لغمان په غرنیو لارو کې په پټه تګ او راتګ کوي، چې تېر کال دوی نږدې اوه نیم سوه کیلو ګرامه نشه یي توکې د کاپیسا په بېلابېلو برخو کې نیولي دي.
د امنیه قومندانۍ د ویاند په وینا په دې اړه یې نږدې پنځوس تنه د نشه توکو پلورونکي هم نیولي دي او اوسمهال یې دوسیې عدلي او قضايي ادارو ته استول شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې یو کال وړاندې په کاپیسا کې د کوکنارو د کښت کچه صفر ته راکښته شوې وه او ډېری خلکو د غنمو کښت ته مخه کړې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA