ads

ننګرهار كې له ۳۳۳ بې ځايه شويو کورنيو سره مرسته وشوه

د سلاکار وزير او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په لارښوونه لعلپورې ولسوالۍ کې ۳۳۳ بې ځايه شويو کورنيو ته د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.

نویسنده: sarwan
2 غویی 1396
ننګرهار كې له ۳۳۳ بې ځايه شويو کورنيو سره مرسته وشوه

د سلاکار وزير او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په لارښوونه لعلپورې ولسوالۍ کې ۳۳۳ بې ځايه شويو کورنيو ته د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
د ننګرهار ولايت رسنيو دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې د لعلپورې د ولسوال قاضي طارق له قوله ويل شوي، دغه مرسته د پېښو په وړاندې د چمتووالي ادارې په هڅو تېره ورځ ترسره شوه، چې په کې وريجې، غوړي، بوره، لوبيا، چای او صابون شامل وو.
د نوموړي په وينا، تر دې مهاله د لعلپورې ولسوالۍ شاوخوا زرو بې ځايه شويو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې شوې دي.
ده د ننګرهار والي څخه مننه وکړه، چې بې ځايه شويو کورنيو سره يې په وخت مرستې وکړې او غوښتنه يې وکړه، چې يادو کورنيو سره دې نورې مرستې هم وشي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA