ټاکل شوې شمالي کوريا شپږمه اټومي ازموينه ترسره کړي.
امريکايي چارواكي وايي، له سپوږمکۍ څخه يې داسې انځورونه ترلاسه کړي، چې ښيي شمالي کوريا شپږمې اټومي ازموينې ته بشپړ چمتووالى نيولى دى.
د امريکا د استخباراتي چارواکو په خبره، د شمالي کوريا پوځ يوازې د کمونست رهبر کيم جونګ اون پرېکړې ته په تمه دى.
شمالي کوريا شپږمې اټومي ازموينې ته په داسې حال کې چمتووالى نيولى، چې امريکايي جنګي بېړۍ د دې هېواد سواحلو ته رسېدلي او چين اندېښنه ښودلې، چې ښايي هر وخت د دواړو هېوادونو ترمنځ ستره جګړه پيل شي.
بل خوا روسيې هغه رپوټونه رد کړل، چې ګواکې له شمالي کوريا سره پر پوله يې نظامي تجهيزات او زيات شمېر سرتېري ځاى پر ځاى کړي دي.
روسي چارواكي وايي، په خپل هېواد کې دا ډول حرکت دوى پورې تړاو لري او يوه داخلي عادي موضوع يې ده، خو د څارونکو په خبره، روسيه وېره لري، چې ښايي د جګړې په مهال زرګونه کوريايان د روسيې خاورې ته کډوال شي.