ads

د ولسي جرګې د پنځو غړو امتيازات د دايمي غير حاضرۍ له كبله وځنډېدل

ولسي جرګې نن د دايمي غير حاضرۍ له كبله د دې جرګې د شپږو غړو امتيازونه وځنډول.
د ولسي جرګې د تازه پرېكړې له مخې، هغه وكيلان، چې په يوه مياشت كې شل ورځې پرلپسې غير حاضري ولري، غړيتوب يې ځنډول كېږي او امتيازونه يې هم قطع كېږي.

نویسنده: sarwan
2 غویی 1396
د ولسي جرګې د پنځو غړو امتيازات د دايمي غير حاضرۍ له كبله وځنډېدل

ولسي جرګې نن د دايمي غير حاضرۍ له كبله د دې جرګې د پنځو  غړو امتيازونه وځنډول.
د ولسي جرګې د تازه پرېكړې له مخې، هغه وكيلان، چې په يوه مياشت كې شل ورځې پرلپسې غير حاضري ولري، غړيتوب يې ځنډول كېږي او امتيازونه يې هم قطع كېږي.
يادې جرګې نن د امان الله ګذر، ملا عزت عاطف، علم خان ازادي، پيربخش ګرديوال او اسحاق رهګذر امتيازونه د دوامدارې غير حاضرۍ له كبله وځنډول.
دا په داسې حال كې ده، چې څو ورځې وړاندې ولسي جرګې د دې جرګې د څلورو غړو دندې وځنډولې.
د احمد بهزاد، فرشته انوري، پروين درانۍ او بشير احمد تينج دندې له دې كبله وځنډول شوې، چې پرله پسې يې شل ورځې غير حاضري كړې وه.
د يادونې وړ ده، چې د ډېرى وكيلانو د غير حاضرۍ له كبله د ولسي جرګې اكثره غونډې بې ‌نتېجې پاى ته رسېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA