ads

د كينيايي ځواكونو بريد كې د الشباب ډلې ۵۲ تنه وسله وال وژل شوي

د کينيا پوځي چارواکو ادعا كړې، چې په يو تازه بريد کې يې د الشباب وسله والې ډلې ۵۲ کسان وژلي دي.
د کينيا د پوځ په يو بيان کې راغلي، چې ياد بريد د سوماليا په خاوره کې شوى دى.

نویسنده: sarwan
2 غویی 1396
د كينيايي ځواكونو بريد كې د الشباب ډلې ۵۲ تنه وسله وال وژل شوي

د کينيا پوځي چارواکو ادعا كړې، چې په يو تازه بريد کې يې د الشباب وسله والې ډلې ۵۲ کسان وژلي دي.
د کينيا د پوځ په يو بيان کې راغلي، چې ياد بريد د سوماليا په خاوره کې شوى دى.
پوځ ادعا کړې، چې د عملياتو په مهال يې د الشباب وسله والې ډلې يو مهم نظامي مرکز هم له منځه وړى دى.
د افريقايي اتحاديې د پرېکړې له مخې په ۲۰۱۱ کال کې د الشباب ډلې په ضد عملياتو لپاره د يو شمېر ګاونډيو هېوادونو سرتېري په سوماليا کې ځاى پر ځاى شول، چې کينيا هم خپل سلګونه پوځيان ور واستول.
الشباب وسله والې ډلې کينيا ته خبردارى ورکړ، چې که يې له سوماليا څخه ځواکونه و نه ايستل، د دغه هېواد پر ګټو به پراخ بريدونه وکړي.
په سوماليا کې له تېرو څو کلونو راهيسې کورنۍ جګړې زور اخيستى، چې په نتيجه کې يې زرګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA