ads

جمهور رئيس غني د بلخ د پېښې په اړه پر هر اړخيزو څېړنو ټينګار وکړ

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، دولت ژمن دى، چې ټولې تروريستي ډلې وځپي او په وينا يې د بلخ ولايت د پېښې په اړه به ژر هر اړخيزې څېړنې ترسره شي.

نویسنده: sarwan
2 غویی 1396
جمهور رئيس غني د بلخ د پېښې په اړه پر هر اړخيزو څېړنو ټينګار وکړ

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، دولت ژمن دى، چې ټولې تروريستي ډلې وځپي او په وينا يې د بلخ ولايت د پېښې په اړه به ژر هر اړخيزې څېړنې ترسره شي.
د ارګ په خبرپاڼه كې د جمهور رئيس غني له قوله راغلي، چې تروريستانو د خپلو وحشتونو او جنايتونو په دوام يو ځل بيا د جمعې په ورځ جومات کې پر لمونځ کوونکو بريد وکړ او د ستر جنايت مرتکب شول، چې له كبله يې د بلخ ولايت د ۲۰۹ شاهين قول اردو يو شمېر سرتېرو ته د عبادت په مهال مرګ ژوبله واوښته.
هغه د تروريستانو دا کړنه د ټولو انساني ارزښتونو او اسلامي لارښوونو خلاف عمل بللى دى.
د هېواد جمهور رئيس له پروني بريد وروسته د ټيليفون له لارې د ۲۰۹ شاهين قول اردو له قوماندانانو څخه د وضعيت په اړه ځان خبر کړى او په ورته وخت کې يې د پېښې ټپيانو او د وژل شويو كسانو کورنيو ته د عاجلې رسيدګۍ په خاطر مسوولينو ته لارښوونه كړې ده.
جمهور رئيس غني پر يادې قول اردو بريد په كلكه غندلى دى.
د يادونې وړ ده، چې په ۲۰۹ شاهين قول اردو كې نښته د پنځو وسله والو په وژنې او د يو په ژوندي نيولو پاى ته ورسېده، خو په دې بريد کې لسګونو سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
وسله والو طالبانو د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى .

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA