ads

جمهور رئيس غني بلخ ته ورسېد

جمهور رئيس محمد اشرف غني د يو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د بلخ د امنيتي وضعيت ارزولو او د پرونۍ پېښې ټپيانو سره د ليدنې په هدف نن غرمه دغه ولايت ته ورسېد.

نویسنده: sarwan
2 غویی 1396
جمهور رئيس غني بلخ ته ورسېد

جمهور رئيس محمد اشرف غني د يو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د بلخ د امنيتي وضعيت ارزولو او د پرونۍ پېښې ټپيانو سره د ليدنې په هدف نن غرمه دغه ولايت ته ورسېد.
وسله والو طالبانو پرون په بلخ ولايت كې پر ۲۰۹ شاهين قول اردو ډله ييز بريد وكړ.
ځينو بهرنيو رسنيو ويلي، چې په دې پېښه كې له ۱۴۰ زيات كسان وژل شوي او شاوخوا ۱۵۰ تنه نور ټپيان دي.
پر جمهور رئيس غني سربېره اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله، په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت قوماندان جنرال جان نيكولسن او د هند لومړي وزير نرېندرا مودي هم پر ۲۰۹ شاهين قول اردو بريد په كلكه غندلى دى.
د جمهور رئيس په وينا، د بلخ ولايت د پېښې په اړه به ژر هر اړخيزې څېړنې ترسره شي.
هغه د تروريستانو دا کړنه د ټولو انساني ارزښتونو او اسلامي لارښوونو خلاف عمل بللى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA