ads

اچين او هسکه مېنه کې ۲۸ داعشيان وژل شوي

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، اچين او هسکه مېنه کې د بېلابېلو هوايي بريدونو له كبله ۲۸ داعش وسله وال وژل شوي دي.

نویسنده: sarwan
2 غویی 1396
اچين او هسکه مېنه کې ۲۸ داعشيان وژل شوي
Afghan Forces Killed 30 Daesh Terrorists in Nangarhar Province

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، اچين او هسکه مېنه کې د بېلابېلو هوايي بريدونو له كبله ۲۸ داعش وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوګياڼي کليد ته وويل، تېره شپه د هسکې مېنې ولسوالۍ په ارغچ سيمه کې د داعش وسله والو پر يوه مهم مرکز هوايي بريد شوى، چې په ترڅ كې يې ۹ داعش وسله وال وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
خوګياڼي زياته كړه، د يوه بل هوايي بريد له كبله د اچين ولسوالۍ په مامند درې سيمه کې ۱۹ داعش وسله وال وژل شوي دي.
د نوموړي په خبره، د وژل شويو داعشيانو له ډلې ډېرى يې بهرنيان دي.
داعش وسله والو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA