ads

پنټاګون: په اچين كې د بمونو د مور د مرګ ژوبلې په اړه راز نه افشا كوي

د امريكا د دفاع وزير وايي، د اچين د بريد او د هغه د زيانونو په اړه پټ رازونه نه ښكاره كوي.
جيمزمتيس چې په اسرائيلو كې يې په يوه خبري غونډه كې د تېرې اوونۍ د پنجشنبې ورځې د

نویسنده: ISMAT MAYAR
1 غویی 1396
پنټاګون: په اچين كې د بمونو د مور د مرګ ژوبلې په اړه راز نه افشا كوي

د امريكا د دفاع وزير وايي، د اچين د بريد او د هغه د زيانونو په اړه پټ رازونه نه ښكاره كوي.
جيمزمتيس چې په اسرائيلو كې يې په يوه خبري غونډه كې د تېرې اوونۍ د پنجشنبې ورځې د بريد په اړه چې د ننګرهار په اچين ولسوالۍ كې وشو خبرې كولې وويل، امريكا د وېتنام له جګړې زده كړل چې په داسې بريدونو كې د مرګ ژوبلې په شمېرلو سره د بريد د برياليتوب په اړه قضاوت نه شي كېدى.
خو نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ كې وويل چې دا بريد څرګندوي چې امريكا د داعش د ماتولو لپاره ټينګه اراده لري، هغه كه په سوريه، عراق او يا هم افغانستان كې وي.
له دې وړاندې ناټو ځواكونو او افغان حكومت ويلي وو چې په سيمه كې لاهم عمليات روان دي، ناټو د دغه بريد د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي خو ملي دفاع وزارت وويل چې په ياد بريد كې ترسلو پورې د داعش جنګيالي وژل شوي چې ديارلس تنه يې د دغه ډلې قوماندانان دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA