ads

ننګرهار کې د څه باندې ۱۵ ميليونو افغانيو په ارزښت دوه پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

د ننګرهار د کليو پراختيا او بيا رغونې وزارت د ۱۵ عشاريه ۲۴ ميليونه افغانيو په مالي لګښت دوه لوی استنادي دېوالونه جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.

نویسنده: sarwan
30 وری 1396
ننګرهار کې د څه باندې ۱۵ ميليونو افغانيو په ارزښت دوه پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

د ننګرهار د کليو پراختيا او بيا رغونې رياست د ۱۵ عشاريه ۲۴ ميليونه افغانيو په مالي لګښت دوه لوی استنادي دېوالونه جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل.
د ۱۰۵۱ متره په اوږدوالي دغه دېوالونه د ننګرهار په سرخرود او بهسودو ولسواليو کې په تېرو شپږو مياشتو کې رغول شوي دي.
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د يادو دېوالونو د ګټې اخېستنې په مراسمو کې وويل، چې تر يادو دېوالونو وړاندې د سيمې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ وو او د اوبو ډېروالي پرمهال يې ورته سخت مالي زيانونه اړول.
په ورته وخت کې بیا د ننګرهار د کليو پراختيا رئیس انجينر صفت الله شرفمل کلید ته وويل، چې د بهسودو ولسوالۍ اړوند کراکوړۍ په سيمه کې د څلور عشاريه يو ميليون افغانيو په لګښت ۴۷۵ مترو په اوږدوالي استنادي دېوال، چې د شپږو مياشتو په موده کې يې د جوړولو چارې بشپړې شوې دي ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
نوموړي زياته کړه، چې د سرخرود ولسوالۍ اړوند د عمومي سيند غاړې ته د يوولس عشاريه درويشت ميليونه افغانيو په لګښت د ۵۷۶ مترو په اوږدوالي يو بل استنادي ديوال هم تر جوړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
نوموړی وايي، چې ياد استنادي دېوالونه د کليو پراختيا وزرات د سيمه ييزې همغږۍ پروګرام په چوکاټ کې جوړ شول، چې په جوړېدو سره يې د خلکو کورونه او ځمکې د سېلابونو له خطره وژغورل شوې.
د ننګرهار د کلیو بیارغونې ریاست له لوري دا استنادي دېوالونه په داسې حال کې ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي، چې د سیمې د اوسېدونکو په وینا چې تر دې وړاندې يې کورونه، ځمکې او جوماتونه هرڅه په خطر کې وو، خو د دغه دېوال په جوړېدو يې هر څه خوندي شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA