ads

د ننګرهار په نازيانو کې ۵ داعشيان ووژل شول

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، نازیانو ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په هوایي برید کې د یوه سرګروپ په ګډون پنځه داعش وسله وال وژل شوي دي.

نویسنده: sarwan
30 وری 1396
د ننګرهار په نازيانو کې ۵ داعشيان ووژل شول

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، نازیانو ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په هوایي برید کې د یوه سرګروپ په ګډون پنځه داعش وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي کلید ته وویل، چې نن سهار لس بجې د نازیانو ولسوالۍ په ټکټکاني سیمه کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په هوایي برید کې د مولوي یحی د ډلې د یوه سرګروپ په ګډون ۵ داعش وسله وال ووژل شول.
نوموړی وایي، دغه وژل شوي داعش وسله وال ټول د خیبر پښتونخوا د اورکزیو د سیمې اوسېدونکي دي.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA