د خوست د عامې روغتیا رياست چارواکي وايي، چې په یاد ولایت کې يې د غیر قانوني کلینیکونو او درملتونونو د تړلو او په ښار کې د غیر معیاري او تاریخ تېرو درملو د راټولو کمپاین پیل کړی دی.
د خوست د عامې روغتیا سرپرست ډاکتر ګل محمدالدین محمدي کليد ته وويل، دا کمپاین به تر هغه وخته دوام کوي، تر څو په یاد ولایت کې د افغان حکومت روغتیايي قوانین پر ټولو پلې شي او په دې برخه کې خلک له معیاري او اساسي خدمتونو څخه برخمن شي.
د محمدي په وينا، چې دوی ته د اړوند وزارت او لويې څارنوالۍ له لوري په خوست ښار کې د دېرش بابه کلینیکونو، د ډاکټرانو او غاښونو د کتن ځایونو او غیر قانوني درملتونو د بندولو امر رسېدلی، چې په اړه به يې جدي اقدام وشي.
دا په داسې حال کې ده، چې د وري مياشتې په پنځلسمه د ننګرهار د روغتيايي چارواکو له لوري هم په جلال اباد ښار کې شاوخوا اويا ټنه بې کيفيته خوراکي توکي او تاريخ تېره درمل را ټول او وسوځول شول.