ads

بغلان کې د طالبانو نومول شوی والي او څلور مشهور قومندانان ووژل شول

د ملي دفاع وزارت ځانګړي ځواكونه د بغلان ولايت لپاره د طالبانو د نومول شوي والي او د دې ډلې د ځينو نورو قوماندانانو د وژل كېدو خبر وركوي.

نویسنده: sarwan
30 وری 1396
بغلان کې د طالبانو نومول شوی والي او څلور مشهور قومندانان ووژل شول

د ملي دفاع وزارت ځانګړي ځواكونه د بغلان ولايت لپاره د طالبانو د نومول شوي والي او د دې ډلې د ځينو نورو قوماندانانو د وژل كېدو خبر وركوي.
د ملي اردو د كومانډو ځواكونو وياند احمد جاوېد سليم نن سهار كليد ته وويل، چې دغه كسان تېره شپه د بغلان ولايت په ډنډ غوري سيمه كې د كومانډو ځواكونو عملياتو كې وژل شوي دي.
د سليم په خبره، په دې كسانو كې د بغلان لپاره د طالبانو پر نومول شوي والي مولوي لعل سربېره، د قاري جانباز، قاري شېرعلم، قاري خالد او قاري عبدالرحيم په نومونو د دغې ډلې څلور مهم او مشهور قوماندانان هم شامل دي.
نوموړي زياته كړه، په دې عملياتو كې د طالبانو څو تنه نقاب پوښه مېلمانه هم وژل شوي، چې تراوسه يې هويت نه دى په ډاګه شوى.
هغه ټينګار كوي، چې دغه عمليات په مزار شريف كې د كومانډو ځواكونو په اصلي مركز كې پلان شوي وو او په وينا يې، امنيتي ځواكونه د عملياتو له ترسره كېدو وروسته بېرته خپل نظامي مركز ته ستانه شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال كې ده، چې دوه ورځې وړاندې د افغان ځواكونو په هوايي بريد كې د كندوز ولايت په دشت ارچي ولسوالۍ كې د تخار لپاره د طالبانو نومول شوى والي مولوي طيب له خپلو ۱۵ ساتونكو سره وژل شوى و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA