ads

کندهار کې څلور تنه د موټرو د غلا په تور نيول شوي

امنيتي چارواکي وايي، د کندهار پولیسو څلور تنه هغه غله نیولي چې په کابل، هرات او کندهار ښار کې يې موټرونه غلا کول.

نویسنده: sarwan
29 وری 1396
کندهار کې څلور تنه د موټرو د غلا په تور نيول شوي

امنيتي چارواکي وايي، د کندهار پولیسو څلور تنه هغه غله نیولي چې په کابل، هرات او کندهار ښار کې يې موټرونه غلا کول.
د کندهار د جنايي جرمونو سره د مبارزې پوليس وايي، چې د موټرونو څلور غله يې د کندهار په لسمه حوزه کې نيولي دي.
د کندهار د امنیه قومندانۍ مرستیال ویاند کلید راډيو ته وویل، چې دغو څلورو تنو غلو په کندهار، کابل او هرات ولایتونو کې موټرونه غلا کول او بیا به يې په کندهار کې خرڅول.
مرستیال ویاند وايي، چې د جنایي جرمونو پر ضد د مبارزې پولیسو دا څلور تنه د کندهار د لسمې حوزې په ساحه کې د شپږ عراده موټرونو سر یو ځای نیولي دي.
بې کاري د اقتصاد کمزوري او ناامني په کندهار ښار کې د وسله والو غلا ګراف لوړ کړی امنیتي مسئولین وايي، چې ددغه ډول غلو مخه به ونیسي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA