ads

کاپيسا کې ۱۰ تنه لوړ پوري چارواکي د فساد په تور نيول شوي

د کاپيسا ولايت لس تنه ملکي او نظامي مامورين د اداري فساد په تور نيول شوي دي.
د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي وويل، چې دغه کسان پرون د کورنيو چارو وزارت د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې رياست له خوا نيول شوي دي.

نویسنده: sarwan
29 وری 1396

هغه زياته کړه، په نيول شويو کسانو کې د دويم کوهستان ولسوالۍ امنيه قوماندان، د يادې ولسوالۍ اداري مدير او جنايي امر هم شامل دي.
يوسفزي وويل، د ياد رياست کسانو لومړی د کاپيسا ولايت له مقام څخه ليدنه وکړه او بيا يې په امنيه قوماندانۍ کې خپلې څېړنې وکړې او د ولايت له مقام څخه يې هم اوه تنه د اداري فساد په تور له ځان سره بيولي دي.
بلخوا د يادې ولسوالۍ يوې سرچينې رسنيو ته ويلي، د امنيې قوماندانۍ يو شمېر کارکوونکي چې په اداري فساد کې ښکېل وو، په تېښته بريالي شوي دي.
د کاپيسا ولايت مقام تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA