د جمهور رييس غني له لوري د احمدضيا مسعود د ګوښه کېدو سره سم د بلخ والي عطامحمد نور پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه توند غبرګون ښودلی دی.
عطامحمد نور له ډاکتر عبدالله غوښتي چې د جمعيت د مرستيال احمدضيا مسعود د ګوښه کېدو په اړه ژر تر ژره خپل دريځ روښانه او ولس ته دې ووايي، چې نوموړی ولې له دندې ګوښه شوی دی.
په همدې حال کې ډاکتر عبدالله ته يوه نږدې کس محمد ناطقي ويلي، چې احمد ضيا مسعود يو طالع مند سياستوال نه دی، نو په همدې اساس ګوښه کېدل به يې د ټاکل کېدو په شان ډېر اغېزمن نه وي.
که څه هم تراوسه په خپله احمد ضيا مسعود په دې تړاو غبرګونه نه دی ښودلی، خو په پام کې ده چې نوموړی نن د يوه خبري کنفرانس په ترڅ په دې تړاو له ولس سره خپل دريځ څرګندکړي.
احمد ضيا مسعود که څه هم د جميعت د ګوند غړی و، خو د جمهوري رياست په تېرو ټاکنو کې يې له جمهور رييس غني سره ملګرتيا وکړه.