ads

د پکتيکا په مرکز او وازېخوا ولسوالۍ کې ۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

امنيتي چارواکي وايي، د پکتیکا ولایت اړوند په وازېخوا ولسوالۍ او ښرنه کې د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې شوي.

نویسنده: sarwan
29 وری 1396
د پکتيکا په مرکز او وازېخوا ولسوالۍ کې ۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

امنيتي چارواکي وايي، د پکتیکا ولایت اړوند په وازېخوا ولسوالۍ او ښرنه کې د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې شوي.
د دوی په وينا، په دې دواړو نښتو کې پنځو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او یو افغان امنيتي سرتېری ټپي شوی دی.
د پکتیکا امنیه قوماندان پاسوال خلیل الله ضیايي په دې اړه کلید ته وویل، چې تېره شپه د پکتیکا په وازېخوا ولسوالۍ کې سرحدي او سیمه ییزو پولیسو د یوه کمین په ترڅ کې درې وسله وال طالبان وژلي، چې د یوه جسد یې امنیه قوماندانۍ ته له ځانه سره رواړی دی.
امنیه قوماندان وايي، چې په دې برید کې لږه اندزه ولسه او یو موټرسایکل هم نیول شوي دي.
ضيايي زياته کړه، چې نن سهار شاوخوا اوه نیمې بجې د مرکز ښرنې اړوند د کوټوالو په سیمه کې هم د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې چې په پایله کې یې دوه تنه وسله وال طالبان ټپيان شوي دي.
د سرچینې په خبره، چې د یادو دواړو نښتو په ترڅ کې یوازې یو ساتنمن سطحي ټپي شوی او دوی ته نور زیان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو تر اوسه د نښتو په اړه رسنيو ته څه نه ويلي.
د یادونې ده، چې د هوا په تودېدو سره د پکتیکا ولایت په بېلابېلو برخو کې د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ ورته بریدونه او نښتې زیاتې رامنځته شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA