ads

د امريکا په يو شمېر ښارونو کې د ډونالډ ټرمپ پر ضد لاريونونه شوي

د امريکا په يو شمېر ښارونو کې د جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ پر ضد د پراخو لاريونونو په ترڅ کې د پوليسو او اعتراض کوونکو تر منځ اخ او ډب هم را منځته شوی دی.

نویسنده: sarwan
29 وری 1396
د امريکا په يو شمېر ښارونو کې د ډونالډ ټرمپ پر ضد لاريونونه شوي

د امريکا په يو شمېر ښارونو کې د جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ پر ضد د پراخو لاريونونو په ترڅ کې د پوليسو او اعتراض کوونکو تر منځ اخ او ډب هم را منځته شوی دی.
د امريکا په کلفورنيا، نيويارک، واشنګټن ډي سي او ګڼو نورو ښارونو کې خلک لارو کوڅو ته راوتلي او له ډونالډ ټرمپ څخه ېې غوښتي، څو خپل مالي حساب په اړه ملت ته معلومات ور کړي.
په يو شمېر ښارونو کې پوليسو لسګونه اعتراض کوونکي نيولي او په ځينو سيمو کې پوليس د تيارسۍ په حالت کې دي.
يو شمېر امريکايان وايي، چې ډونالډ ټرمپ د خپل ټاکنيز کمپاين په منډو ترړو کې ژمنه کړې وه، چې خپل مالي حساب په اړه به ملت ته معلومات ور کوي، خو داسې ښکاري، چې له واک ته له رسېدو وروسته ېې د خپل شخصي کار او بار په اړه وضاحت نه دی ور کړی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA