1449
۲۹ وری ۱۳۹۶
لیکونکی: حبیب وقار

د لرغوني افغانستان معمار

((په ازموینه کې په ښو نومرو بریالی شوم، ډېر خوشاله کور ته راستون شوم، خو د ښوونځي فیس لوړ وو، کور کې مو دومره پیسې نه لرلې، پلار مې له کوره خواشينی ووت.)) دا په اسلام اباد کې د افغانستان د لوی سفارت د مرستیال زردشت شمس خبرې دي. د کلید اوونيزې په دې ګڼه کې د ښاغلي شمس د ژوند په ستونزمن، خو بریالي سفر تمېږو، هغه چې ماشومتوب يې د نورو پر کاله تېر کړ، څو میاشتې وړاندې يې هم د افغان وطن پخواني او لرغوني کورونه ودانول، ګوندې د ماشومتوب د بې کورۍ او جلا وطنۍ درد پرې ټکور کړي. خو لا څه وخت تېر نه وو چې يو ځل بیا د ګران هېواد او خلکو د استازولۍ لپاره په اسلام اباد کې د افغان سفارت مرستیال وټاکل شو. زردشت شمس په ۱۳۵۴لمريز کال په کابل کې زېږېدلی، خو له اصله د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ د کوز نورګل د کلي اوسېدونکی دی. د شمس پلار شمسالهدا شمس له حربي پوهنتون څخه فارغ شوی و، د افغان ګوند مشر او د خدايي خدمتګار باچاخان د ګوند مينه وال و.
شمس وايي، د کورنۍ ډېری مشران يې نظامي صاحبمنصبان تېر شوي دي، پلار يې جګړن او نيکه يې ډګروال نورالهدا د افغانستان د اردو د بنسټ اېښودونکو له ډلې شمېرل کېږي او د مور له خوا يې نيکه ډګروال غلامعمرخان د افغانستان د پخواني پاچا ظاهرشاه ياور و. شمس وايي چې له کمونيستي کودتا سره سم يې، پلار ته دولت کې ځواب ورکوي او په کور کښېني، په کابل کې د حالاتو له ګډوډۍ وروسته د دوی کډه کونړ ته ځي، هلته له څه وخت ژوند تېرولو وروسته يې کور د عسکرو له لوري کلابند کېږي، په شپه کې د ګاونډيانو په مرسته له کوره وځي، خپل کور او هرڅه هملته پرېږدي: ((زه وړوکی د څلورو کلونو وم، لږ لږ مې یادېږي چې په نيمه شپه د خپلو ګاونډيانو په مرسته له کوره ووتو، د سېند په غاړه لاړو، په غرونو او رغونو مو ځان پېښور ته ورساوه، خو هلته مو يې کور لوټ کړی و، هېڅ يې هم نه و په کې پرېښي.))
د زردشت شمس کورنۍ په ۱۳۵۸لمريز کال د پېښور د ورسک روډ په يوه کرايي کور کې ژوند پيلوي، شمس چې کله شپږ کلن کېږي، ښوونځی ته ځي: ((په لومړيو کې مو بدې شپې تېرې کړې، کله به وږي او کله به ماړه وو، خو کله چې زه شپږ کلن شوم، بیا کبابيانو ته راغلو او د ارېګېشن کالوني په ګورنمنټ سکول (دولتي ښوونځي) کې مې زدهکړې پيل کړې، هغه وخت پېښور کې له افغانانو سره ډېره مرسته کېده او هر ښوونځي کې د زدهکړو اجازه ورکول کېده.))
د شمس پلار او نیکه ته د (UNHCR) له لوري د خپلو پخوانيو پوځي دندو معادل معاش ورکول کېده، یو څه به له کډوالو سره له نورو لورو هم مرستې کېدې او بله دا چې دوی په کونړ کې ډېره ځمکه لرله چې بزګرانو به يې دوی ته يو څه حاصل ورلېږه، بس همدا وو چې د دوی د ژوند ژرنده يې چالانه ساتلې وه.
شمس سره له دې چې مورنۍ ژبه يې پښتو ده، خو په اردو او انګرېزي ژبه ښوونځی پيلوي چې يوازې په لومړي ټولګي کې پښتو مضمون لري او نور يې درسونه په اردو او انګرېزي ژبه دي: ((په لومړي ټولګي کې څو مياشتې لږ لږ ستونزې وې، خو ژر مې اردو زده کړه بیا مې تر اتم ټولګي پورې په همدې ښوونځي کې زدهکړې وکړې.)) شمس له دې ښوونځي د صدر نوتيې نمبر ون سکول ته ځي، دې ښوونځي ته هغه کسان شاملېږي چې په ښو نومرو بریالي شوي وي او شمس هم په دې ډله کې راځي: ((په ازموينه کې مې ښې نومرې واخيستې، بریالی شوم، کور ته خوشاله راغلم، خو دا چې دې ښوونځي تر نورو ښوونځيو لوړ فیس لاره او په يوه کال کې يې ۵۸۵کلدارې اخيستې، کور کې مو دومره پيسې نه لرلې، پلار مې خواشينی له کوره ووت، خو ماښام يې ماته د فیس پيسې راکړې.))
د شمس پلار د ده د ښوونځي د دوام لپاره له کوم ملګري پيسې په پور اخلي او شمس په دې ښوونځي کې د ساينس په څانګه کې تر لسم ټولګي پورې زدهکړې کوي او وروسته په همدې څانګه کې د فقيراباد په ګورنمنټ کالج کې زدهکړو ته ادامه ورکوي. د ليسې په وروستيو درېيو کلونو کې په ممتازو زدهکوونکو کې شمېرل کېږي: ((موږ له دې ليسې يوازې څلور تنه افغانان فارغ وو، هلته دا تعصب نه و چې افغان که پاکستانی اول نومره دی، ټولو ته په يوه سترګه کتل کېدل.))
زردشت د خپل نوم له کبله ډېر ځله ځورېدلی، نيکه يې درياخان نوم پرې ږدي، خو پلار او عمه يې وايي چې نه زردشت تاريخي نوم دی: ((ډېرو کسانو به راته ويل چې ولې مې دا کفري نوم په ځان اېښی دی. له دوولسم چې فارغ شوم، د پېښور پوهنتونونو ته به افغان کډوال د جهادي تنظيمونو له لوري معرفي کېدل او پوهنتون دوی ته د ازموينې اخيستو حق ورکړی و. د ازموينې په صحنه کې مې جهادي قومندان نوم واخيست ويل یې چې ولې مې په ځان کفري نوم اېښی او بیا له همدې کفري نوم سره په جهادي ازموينه کې برخه اخلم، له ازموينې يې وشړلم.))
شمس ډېر اندېښمن کېږي، خو جهادي قومندانان په ازموينه کې د خپلو اړيکو او پېژندګلوۍ له مخې کسان بريالي اعلانوي، د پوهنتون اداره يې ازموينه لغوه کوي او له سره ازموينه اخلي او شمس د پېښور د کرنې پوهنځي ته بریالی کېږي.
شمس د پوهنتون له پيل مخکې يوه مسجد ته د قرانکريم د ترجمې او تفسير لپاره ځي، دا چې نوموړی هر وخت د خپل نوم په سر له رټل کېدو ستړی شوی، هلته له يوه ديني عالم څخه د خپل نوم په اړه پوښتنه کوي: ((د مسجد له لوی ديني عالم مې پوښتل چې نوم مې کفري که اسلامي دی، عالم راته وخندل ويل يې بچيه په نومونو کې اسلامي او کفري نشته، راته ويې ويل چې رسولالله (ص) د مکې د فتحې په وخت کې يوازې هغه نومونه بدل کړل چې معنا يې کفري وه او شرک په کې نغښتی و لکه عبدالعزا چې عزا د مکې د لوی بوت نوم و، نو مکه کې ډېرو کسانو عبدالعزا نوم په ځان اېښی و.)) شمس وايي چې د نوم په اړه يې اندېښنه يو څه رفعه شوه، خو بیا هم تر اوسه له همدې ستونزې سره مخ دی.
شمس د زرګونو تنو له منځه یوازينی افغان دی چې د پېښور د کرنې پوهنځي ته بريالی کېږي، په دې پوهنتون کې د لیسانس څلور کلنه دوره بشپړوي او دا چې د پوهنتون ممتاز زدهکوونکی دی، د پوهنتون اداره يې د ماسټرۍ لپاره هم مني او په دې څانګه کې ماسټري هم اخلي: ((مخکې تر دې چې د افغانستان د کرنې د وضعيت په اړه د ماسټرۍ تېزس ولیکم، په امريکا کې د سپټمبر يوولسمې پېښه وشوه، د ټولې نړۍ خبریالان پېښور ته راغلل، حالات ګډوډ شول او پوهنتونونه هم وتړل شول.))
دا چې د شمس پښتو، اردو او انګريزي ژبې ښې زده دي، نو د يوه ملګري په ملتيا په مطبوعاتو کې کار پيلوي، اسلام اباد ته ځي او د جاپان له (NHK) ټلوېزيون سره د ۲۰۰۱ميلادي کال په سپټمبر کې د خبریال په توګه په کار ګمارل کېږي: ((په انټريو کې بریالی شوم، مطبوعاتي پوهه او تجربه مې نه لرله، خو دا چې موږ په پوهنتون کې يوه د محصلينو ټولنه او خپرونه لرل، څه مې هلته زدهکړي وو او دوی د کار په پيل کې يو روزنيز ورکشاپ هم راکړ چې ډېر څه مو په کې زدهکړل.)) شمس د کار لپاره کويټې ته لېږل کېږي، په کوېټه کې د نړۍ له پېژندل شوو خبریالانو سره يو ځای کار کوي او ډېر څه ترې زدهکوي: ((هلته د بيبيسي، سيانان او نورو نړيوالو رسنيو خبریالان د افغانستان د وروستيو حالاتو لپاره کار کاوه، دا د خبریالۍ په برخه کې زما لپاره ښه تجربه وه. هلته مې دنده، کمره ميني، راپور ليکل او خبر جوړول وو، دا ټول به مې توکيو ته لېږل.)) شمس څلور مياشتې په کوېټه کې کار کوي، په دې څلورو مياشتو کې دوی ډېری وخت د کندهار د بولدک کرښې ته راځي، د پولې په غاړه له افغانانو سره د حالاتو په اړه د تصويري او غږيزو راپورونو له پاره مرکې کوي. يو ځل دوی ۱۲۰تنه خبریالان بولدک ته د طالبانو د پخواني مشر ملاعمر د کنفرانس لپاره ځي، خو هلته دوی ته د ملاعمر په ځای طيب اغا کنفرانس ورکوي، له يوې ستونزې سره مخ کېږي: ((د بولدک امنيه قومندان مې کليوال و، يوه ورځ يې ماسختن احوال راکړ چې پېشلمي ته يې مېلمه يم. خبريالانو اجازه نه راکوله، خو کلیوال مې مشر و، خبره مې يې نشوای ردولای، په داسې حال کې چې هره دقیقه د طالبانو نظامي سيمې له بمبار سره مخ وې، خو ورغلم پېشلمی مو وکړ، له پېشلمي وروسته يې راته وويل چې دوی ډېر پياوړي دي او ماته به خپلې کرښې راوښيي.))
شمس له خپل کليوال طالب سره په ډاټسن کې سپرېږي، يو ځای کې یې د ګزمې موټر دروي، دوی د شپې نوم ورکوي، خو بیا هم هغه طالبان شمس ته ګوري چې ږيره يې وړه ده، وايي چې دا کافر مو له کومه کړی: ((په دې شپه د الله ج ساتنه وه کنه، دې طالبانو غوښتل چې همالته مې په ډزو ووژني، تر منځ يې لانجه وشوه، بېرته يې خپل ځای ته ورسولم.))
شمس تر ۲۰۰۴ميلادي کال پورې له (NHK) سره کار کوي، په دې وخت کې د مافوق ماسټرۍ بهير هم بشپړوي او په ۲۰۰۴ميلادي کال د انټرنټ له لارې په کابل کې (WFP) موسسې ته اسناد لېږي او هلته د مطبوعاتو د مسوول په توګه دنده ورسره پيلوي او په همدې کال په پېښور کې واده هم کوي: ((د جاپان (NHK) ټلويزيون مې له کار ډېر خوښ وو، په ډېرې خوشالۍ يې رخصت کړم، ډالۍ يې راکړې، تقدير يې کړم او لوی پروګرام يې راته نيولی و.))
په (WFP) موسسه کې د مطبوعاتو عمومي مسول يو بهرنی و، خو کله چې شمس څو مياشتې کار کوي، اداره وايي چې د شمس تر څنګ بهرني عمومي مسول ته اړتیا نشته، نو شمس د مطبوعاتو عمومي مسوول ټاکل کېږي. شمس په ۲۰۰۵ميلادي کال خپله کورنۍ هم کابل ته راولي، همدا مهال په ملګرو ملتونو کې يوه لوړ پوست ته بریالی کېږي خو (WFP) يې نه پرېږدي چې لاړ شي او يو کال نور هم کار ورسره کوي: ((يو کال وروسته مې له (USAID) سره د (پرمختيايي پروژو د مدير) په توګه په ننګرهار کې کار پیل کړ، کارونه مو تر کرنې یعنی خپل مسلک پورې اړوند و، خو قسمت بل څه و، له يو کال کار وروسته د اطلاعات او فرهنګ وزارت د پلان رییس شوم، سره له دې چې (USAID) موسسه مې په تګ راضي نه وه.))
شمس په پرمختللو ادارو کې له کار وروسته په ۲۰۰۷ميلادي کال دولتي ادارې ته راځي چې په ډېرو پخوانيو سېستمونو کار کوي: ((دې ادارې يوازې درې پرمختيايي پروژې لرلې، د کابل نندارې، ازادۍ مطبعې او ارشیف ترميمول و چې کار يې په ټپه ولاړ و. خو موږ په لږ وخت کې د وزير صیب عبدالکريم خرم په مرسته او ښه مديريت سره د دې پروژو ترميم په ښه توګه بشپړ کړ. په دويم کال مې له ماليې څو چنده بودجه واخيسته، دوی ويل چې وزارت کار نه دی کړی، له همدې کبله ډېره بودجه نه ورکوو، خو ما بدلونونه ورته وړاندې کړل او قناعت مې ورکړ. موږ دا درې پروژې ۴۰ته ورسولې، تر څنګ مو يې ډېرې تاريخي او لرغونې ابدې هم ورغولې، همداراز مو د پلان رياست په چوکاټ کې د پروژو د مديريت لپاره (د پروژو د مديريت څانګه) جوړه کړه او د کاپي رايټ قانون ته مو هم عملي بڼه ورکړه.)) شمس په ۲۰۱۱ميلادي کال اسلام اباد ته د فرهنګي اتشې په توګه ځي: ((په اسلام اباد کې د سفارت په برخه کې تر دې وړاندې دومره د پام وړ کار نه و شوی، موږ هلته له خبريالانو او د نظر له خاوندانو سره اړيکې پياوړې کړې، د هغه وخت سفير داوودزی صیب يو ښه مدير و، هغه له موږ سره په هره برخه کې د پام وړ همکاري کوله، دوی زه د سفارت د وياند او مطبوعاتي مسوول په توګه وټاکلم. موږ ته د اطلاعات او فرهنګ وزارت څخه د غونډو لپاره مالي امکانات نه راکول کېدل، ډېرې فرهنګي غونډې مو د سفارت په پیسو جوړولې.)) شمس په سفارت کې څه باندې درې کاله کار کوي او په ۲۰۱۴ميلادي کال بېرته کابل ته راځي، لس مياشتې د پوهنې وزارت د پرمختيايي چارو د سلاکار او د وزارت د ایسسکو او يونسکو د ریاست د سرپرست په توګه کار کوي. ورپسې د ۱۳۹۴کال له جوزا د ۱۳۹۵ کال تر دلوې د اطلاعات او فرهنګ وزارت د پلان، ګرځندوی، مالي او اداري مرستیال په توګه کار کوي او له دې وروسته په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت مرستیال ټاکل کېږي. شمس شپږ وروڼه، شپږ خويندې او دوه ميندې لري او د څلورو زامنو پلار دی.

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *