چارواکي وايي، د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې ۴ د ماين جوړلو لويې کارخانې له منځه وړل شوې دي.
د هلمند له ۲۱۵ميوند قول اردو څخه نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې يادې کارخانې تېره شپه د مارجې ولسوالۍ پنځم بلاک سيمه کې د افغان او نړيوالو ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې لمنځه وړل شوې دي.
خبرپاڼه وايي، په دغو کارخانو کې ۲۳۰ کړۍ بېلابېل ډول ماينونه او ۲عرادې موټرونه هم له منځه وړل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.