ads

غزني کې د پولیو ضد واکسین پنځه ورځنی کمپاین پیل شو

په غزني کې تر پنځه کلنۍ د کم عمر لرونکو ماشومانو ته د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین پنځه ورځنی کمپاین پیل شو.
د چارواکو په وینا د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې به نږدې ۳۱۳ زره ماشومان د پوليو ضد واکسين شي.

نویسنده: sarwan
28 وری 1396
غزني کې د پولیو ضد واکسین پنځه ورځنی کمپاین پیل شو

په غزني کې تر پنځه کلنۍ د کم عمر لرونکو ماشومانو ته د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین پنځه ورځنی کمپاین پیل شو.
د چارواکو په وینا د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې به نږدې ۳۱۳ زره ماشومان د پوليو ضد واکسين شي.
د غزني والي انجنیر عبدالکریم متین، نن په دې ولایت کې د ګوزڼ ضد واکسین پیل غونډې ته خبرو کې له ولسونو غوښتنه وکړه، چې په دغه کمپاین کې د عامې روغتیا له رضاکارانو سره مرسته وکړي، ترڅو هېڅ ماشوم له دغه واکسین څخه بې برخې پاتې نه شي.
نوموړي زیاته کړه، واکسین د وژونکو ناروغیو پر وړاندې تر ټولو غوره وقایوي وسیله ده، چې کولای شي د لا علاجه ناروغیو مخنیوی وکړي.
د غزني ولایت د عامې روغتیا ریيس ډاکټر ظاهرشاه نېکمل وایي، د دغه پنځه ورځني کمپاین په اوږدو کې به د ۹۰۰ تنو رضا کارانو پر مټ د دې ولایت شاوخوا درې دولس زره نهه سوه يوولس تنه ماشومان واکسین شي.
هغه زیاته کړه، دا ځل به هغو ولسوالیو کې هم د پولیو ضد واکسین کمپاین ترسره شي، چې مخکې یې د واورو له کبله لارې تړلې او دغه کمپاین په کې نه و ترسره شوی.
هغه وایي، په غزني کې د پولیو ضد واکسین پر وړاندې هېڅ راز ننګونه او ممانعت نشته او رضا کاران یې حتا د وسله والو تر کنټرول لاندې سیمو کې هم تطبیقوي.
د یادونې وړ ده، چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې په غزني کې د پولیو یا ګوزڼ هېڅ راز مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA