وسله والو مخالفينو په بغلان کې د امنيتي ځواکونو د هماهنګۍ د دفتر مسول جنرال عبدالحی عطايي د کندز – خان اباد پر لويه لار د يو کمين په ترڅ کې وژلى دى.
په کندز کې د پوليسو د سپين زر ۸۰۸ زون قوماندان شيرعزيز کامه وال وويل، چې عطايي د بدخشان اوسيدونکی و او په کور کې د رخصتۍ له تېرولو وروسته د دفتر پر لور پر لاره و چې د خان اباد ولسوالۍ په اړونده سيمه کې د مخالفو وسله والو په يو کمين کې لومړی ټپي شوی او وروسته يې ساه وکړې.
هغه زياته کړه چې جنرال عطايي نظامي چارواکی و خو ده له دې پرته چې د کندز او تخار ولايت پوليسو ته احوال ورکړي په نظامي رينجر موټر کې يې په دغه لار سفر کاوه.
د کندز د والي وياند سيد محمود دانش وايي چې د خان اباد په سيمه کې د بغلان د امنيتي ځواکونود هماهنګۍ پر مسول جنرال عبدالحي عطايي باندې په بريد کې يوازې عطايي وژل شوی او يو تن ساتونکي يې ټپي شوی دی.
هغه زياتوي چې د پيښې ځاي ته د خان اباد د امنيې قوماندانۍ مسولين ورغلي وو خو عطايي مخکې له دې چې روغتون ته ورسيږي ساه يې ورکړې او مړ شوی دی.
وسله والو طالبانو ددغه بريد مسؤليت پر غاړه اخيستی او ويلي دي، چې په دغه پېښه کې د جنرال عطايي په ګډون ټول ۴ تنه وژل شوي او ۲ پوليس ټپيان شوي دي.