ads

د خوست په صبريو ولسوالۍ کې د داعشيانو په ملاتړ شپه ليکونه خپاره شوي

د خوست د صبريو ولسوالۍ چارواکي وايي، چې نامعلومو کسانو د دغه ولسوالۍ په يو شمېر سيمو کې د داعش وسله والې ډلې په ملاتړ شپې پاڼې غورځولې دي.

نویسنده: sarwan
28 وری 1396
د خوست په صبريو ولسوالۍ کې د داعشيانو په ملاتړ شپه ليکونه خپاره شوي

د خوست د صبريو ولسوالۍ چارواکي وايي، چې نامعلومو کسانو د دغه ولسوالۍ په يو شمېر سيمو کې د داعش وسله والې ډلې په ملاتړ شپې پاڼې غورځولې دي.
د صبريو ولسوالۍ ولسوال اکبر ځدراڼ شپې پاڼې تاييدوي او وايي، د دغې ولسوالۍ په يو شمېر سيمو کې د داعش ډلې په ملاتړ شپې پاڼې غورځول شوي، خو په دې اړه ډېر جزيات نه لري.
ځدراڼ کليد ته وويل، چې د دغو شپې پاڼو د خپرولو په اړه د دوی هر اړخيزې څېړنې پيل شوې دي.
د صبريو ولسوالۍ يوه قومي مشر چې نه يې غوښتل نوم او غږ يې خپور شي، کليد ته وويل، چې د دغې ولسوالۍ په ۳۰ کليو کې د داعش په ګټه شپې پاڼې او ميموري کارډونه خپاره شوي دي.
ده وويل، چې شپې پاڼې هم همداسې پرتې دي، ځکه په وينا يې چې د وسله والو طالبانو له وېرې يې څوک نه شي اخيستلی.
دغه قومي مشر وويل، چې طالبانو ميمورکارډونه ټول کړي او له ځان سره يې وړي دي.
د خوست امنيه قوماندان جنرال فيض الله غيرت بيا دا نه مني، چې په صبريو ولسوالۍ کې دې د داعش ډلې پر ګټه شپې پاڼې خپرې شوې وي.
دی وايي، چې د خوست د امنيت د خوندي کولو لپاره بشپړ چمتووالي لري.
په دغو شپو پاڼو کې د داعش ډلې تور نښان او په شپږو مادو کې په پښتو ژبه ليکنه پرې شوې ده.
په دې شپې پاڼو کې له خلکو د مرستې غوښتنه شوې او د نه کولو په صورت کې د مجازاتو ګواښنه هم شوې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA