ads

غزني کې پر وسله والو خپل ماين چاودنې ۵ تنه وژلي

امنيتي چارواکي وايي، د غزني ولایت د ګیرو ولسوالۍ په اړوندو کې تېره ورځ پر وسله والو مخالفینو د خپل ماین چاودنه شوې.

نویسنده: sarwan
27 وری 1396
غزني کې پر وسله والو خپل ماين چاودنې ۵ تنه وژلي

امنيتي چارواکي وايي، د غزني ولایت د ګیرو ولسوالۍ په اړوندو کې تېره ورځ پر وسله والو مخالفینو د خپل ماین چاودنه شوې.
د غزني ولایت له مقام څخه کلید ته په را استول شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې یاده پېښه د ګیرو ولسوالۍ په خان کلا سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې، چې وسله والو غوښتل یو بېلري ماین د سړک پر غاړه ځای پر ځای کړي.
سرچینه لیکي ماین د اېښودلو پر مهال چاودنه کړې، چې په پایله کې یې پنځه تنه وسله وال وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA