ads

د لامبو وهلو ښځينه لوبډله جوړېږي

افغان ښځې غواړي د لامبو وهلو په برخه کې هم د نارينهوو سيالې شي او دغه راز د ښځو د لامبو وهلو ځانګړې ملي لوبډله جوړه کړي.

نویسنده: sarwan
27 وری 1396
د لامبو وهلو ښځينه لوبډله جوړېږي

افغان ښځې غواړي د لامبو وهلو په برخه کې هم د نارينهوو سيالې شي او دغه راز د ښځو د لامبو وهلو ځانګړې ملي لوبډله جوړه کړي.
د افغانستان د لامبو وهلو فدراسیون د ښځینه برخې مشره هلينا صبوري وایي، له شاوخوا يوه کال راهيسې هڅه کوي، د لامبو وهلو په سپورټ کې ښځې هم د نارينهوو سيال کړي. نوموړې وايي هڅه کوي چې ښځې هم د نارينهوو په څېر د لامبو وهلو لوبډله ولري: ((د لامبو وهلو فدراسیون ټول د نارینهوو په واک کې و، دې حالت زه ډېره اندېښمنه کړم، وروسته له هغه مې هلې ځلې پیل کړې چې باید د ښځینه لامبو وهونکو ځانګړې اداره رامنځته کړم، بالاخره زما یو کال هڅو او د لامبو وهلو فدراسیون همکارۍ رنګ راووړ او دا دی دوه میاشتې کېږي چې دغه کمېټه رامنځته شوې.))
هلينا صبوري چې اوس د نجونو د لامبو وهلو کمېټې مشره ټاکل شوې، هڅه کوي چې د نجونو د لامبو وهلو ملي لوبډله رامنځته کړي.
صبوري وايي، تر دې مهاله د لامبو وهلو په برخه کې هېڅ کوم روزونکی نه لري: ((دا چې روزونکی نه لرو نو اړه شوم چې په دويمې لارې فکر وکړم، له انټرنېټ مې د لامبو وهلو وېډيوګانې راواخيستې، له هغې مې د لامبو وهلو تخنيکونه زده کړل او اوس په ښه ډول لامبو وهلی شم.))
هلینا وايي، شاوخوا يو کال په خپلو لګښتونو د ښځو يوازيني سرپټي خصوصي حوض ته تله او له همدې کبله له اقتصادي ستونزو سره هم مخ وه، خو تر هغې يې دغه کار ته دوام ورکړ چې په معیاري توګه يې لامبو وهل زده کړل.
مهمه يې دا چې په کابل کې د ښځو لپاره د لامبو وهلو دا يوازينی حوض هم په پټه فعالیت لري.
د لامبو وهلو فدراسيون له چارواکو مو په دې برخه کې د راتلونکو پلانونو او د ښځو لپاره د ځانګړو حوضونو د جوړولو په تړاو وپوښتل.
سید احسان طاهري چې ځان د لامبو وهلو فدراسیون مشر ګڼي وایي، ډېر ژر به د افغان نجونو د لامبو وهلو ځانګړې اسلامي جامې نندارې ته وړاندې کړي او دغه راز به خلکو او رسنیو ته څرګنده کړي چې نجونې به د تمرين پر مهال کوم حوض ته ځي.
له بل لوري ويل کېږي چې د افغانستان د لامبو وهلو په فدراسیون کې ستونزې او اختلافات د دې سبب شوي چې تر دې دمه د ښځو لپاره سرپټي حوضونه جوړ نه شي.
اوس مهال دوه تنه قاسم حمیدي او سید احسان طاهري دواړه ځانونه د لامبو وهلو فدراسیون مشران ګڼي.
سید احسان طاهري په دې تړاو کلید ته وويل، چې دی په رسمي توګه له یوه کال راهیسې د افغانستان د لامبو وهلو فدراسیون مشر ټاکل شوی دی: ((که چېرې د افغانستان د لامبو وهلو فدراسیون په چارو کې بل څوک لاسوهنه کوي، نو جدي او قانوني چلند به ورسره وشي.))
په همدې حال کې د بدني روزنې ریاست مرستیال قاسم حمیدي هم ادعا لري، چې دی د واټر پولو او لامبو وهلو فدراسیون مشر دی.
د افغانستان د لامبو وهلو فدراسیون له اوږده ځنډ وروسته په ۱۳۸۳ لمريز کال بیا په فعالیت پیل وکړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA