ads

پخوانیو مسافرو په خپل وطن کې کاروبارونه پیل کړي

د خوست ولایت يو شمېر هغو مسافرو چې تر دې وړاندې يې په عربي او ګاونډیو هېوادونو کې کاروبارونه لرل، اوس يې خوست ولایت ته رالېږدولي دي او يو شمېر نورو ځوانانو ته يې د کار زمينه برابره کړې ده.

نویسنده: sarwan
26 وری 1396
پخوانیو مسافرو په خپل وطن کې کاروبارونه پیل کړي

د خوست ولایت يو شمېر هغو مسافرو چې تر دې وړاندې يې په عربي او ګاونډیو هېوادونو کې کاروبارونه لرل، اوس يې خوست ولایت ته رالېږدولي دي او يو شمېر نورو ځوانانو ته يې د کار زمينه برابره کړې ده.
د خوست ولایت ډېری ځوانان په عربي او ګاونډیو هېوادونو لکه سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر، کويټ، ایران او پاکستان کې يا خپل کاروبارونه لري او یا هم له نورو سره کار کوي.
خو اوس د دغه ولایت يو شمېر هغو ځوانانو چې په بهرنیو هېوادونو کې يې کارونه کول، خپله په خوست کې هماغه کاروبارونه پیل کړي دي او له خپلې دې چارې خورا خوښ او راضي دي.
دوی وايي، له يوه لوري يې له مسافرۍ ځانونه خلاص کړي دي او له بل لوري يې دلته د هېواد دننه يو شمېر نورو کسانو ته هم د کار زمينه برابره کړې ده.
نعمت الله د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې خیاطي کوله، خو ده دا کار په داسې یوه کمپنۍ کې کاوه، چې زیاتره ماشینونه يې کمپوټري وو.
نوموړی وايي، چې هلته یې د دې وسایلو په لیدو فکر وکړ، چې باید یو څه پيسې پيدا کړي او همدا کاروبار په خوست کې پیل کړي: ((نور مسافرۍ تر پوزې راوستی وم، له خپل وطن لرې اوسېدل خورا سخت دي، هغوی چې نه وي ليدلې ښايي باور ونه کړي، خو که څوک مسافر شوي وي هغه پوهېږي، فکر مې وکړ چې څنګه کولای شم، په خپل وطن کې همدا کاروبار وکړم، خپل فکر مې بالاخره عملي کړ او ارمان مې پوره شو، اوس له مسافرۍ هم خلاص شوم او یو څو نورو کسانو ته مې هم د کار زمينه برابره کړې.))
نعمت الله وايي، د خپل ژوند ۱۶ پسرلي يې په دوبۍ کې تېر کړل، خو اوس چې خپل وطن ته راستون شوی او همدلته کاروبار لري، خورا خوښ دی او له ژوند خوند اخلي.
ابراهیم شپږ کاله په ایران کې د کاشیو او پلسترو کار وکړ، خو نور ستړی شو او خپل وطن ته راستون شو: ((شپږ کاله مې په ايران کې په ودانیو د کاشیو لګولو او پلستر کولو په برخه کې شاګردي وکړه او اوس مې چې دا دواړه کسبونه زده کړل، نو راغلم او همدا کار مې په خپل هېواد کې پیل کړ.))
نوموړی چې اوس د مسافرۍ له دردونو ارامه شوی، نورو مسافرو ته یې هم پیغام دا دی، چې زده کړی کار په خپل هېواد کې پیل کړي.
اخوا محمد کريم چې تر دې وړاندې په دوبۍ کې مسافر وو اوس په خوست کې د فرنیچرو جوړولو او پلور لویه کارخانه جوړه کړې او له لسو تر شلو نورو ځوانانو ته يې هم د کار زمينه برابره کړې ده.
نوموړی وايي، د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې يې له انجینري ګروپ سره کار کاوه، خو هغه کار يې په ښه ډول زده نه شو، خو ناهيلی نه شو، مسلک يې بدل کړ او په خپل وطن کې يې يوه بل کار ته مخه کړه: ((هلته مې د فرنیچرو کارخانه ولیدله، دا کار مې خوښ شو، راغلم خوست ته او دلته مې پرې پانګونه وکړه، اوس مې کاروبار ښه روان دی.))
د دې کارخانې یو ځوان کارګر وايي، غوښتل يې یوه بهرني هېواد ته د کار لپاره لاړ شي، خو کله يې چې په دغه کارخانه کې کار ترلاسه کړ، اقتصادي ستونزې يې حل شوې او اوس خورا خوښ دی چې په خپل هېواد کې په کار بوخت دی.
د اقتصادي چارو د کارپوهانو په اند که د وړو سوداګرو او کاروباريانو تر څنګ لوی افغان سوداګر هم په خپل هېواد کې پانګونه وکړي، نه یوازې دا چې ښه ګټه به وکړي، بلکې د خپل هېواد یو شمېر نورو ځوانانو ته د کار موندنې له لارې به يې د خپلو خلکو خدمت هم کړی وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA