ads

نوې وژنې، نوې اندېښنې

تېره اوونۍ په کــابــل ښار کې د نامعلومو وسله والو له لوري د دولتي مامورينو د وژلو بېلا بېلې پېښې رامنځته شوې. که څه هم تر دې وړاندې هم په ټيټه کچه دغه ډول پېښې ليدل شوې، خو په یوه اوونۍ کې پر له پسې څو دا ډول پېښو يو ځل بیا د خلکو اندېښې راپارولې دي او په دې فکرونو کې ډوب شوي چې که حکومت د هېواد په مرکز کې د خپلو دولتي کارکوونکو امنیت نه شي خوندي کولای او وسله وال په ډاډه زړه په دوی بريدونه کوي او وژني يې، نو د هېواد په نورو ولایتونو کې به څه ډول د دولتي کارکوونکو او عامه وګړو سر او مال خوندي کړي.

نویسنده: sarwan
26 وری 1396
نوې وژنې، نوې اندېښنې

تېره اوونۍ په کــابــل ښار کې د نامعلومو وسله والو له لوري د دولتي مامورينو د وژلو بېلا بېلې پېښې رامنځته شوې. که څه هم تر دې وړاندې هم په ټيټه کچه دغه ډول پېښې ليدل شوې، خو په یوه اوونۍ کې پر له پسې څو دا ډول پېښو يو ځل بیا د خلکو اندېښې راپارولې دي او په دې فکرونو کې ډوب شوي چې که حکومت د هېواد په مرکز کې د خپلو دولتي کارکوونکو امنیت نه شي خوندي کولای او وسله وال په ډاډه زړه په دوی بريدونه کوي او وژني يې، نو د هېواد په نورو ولایتونو کې به څه ډول د دولتي کارکوونکو او عامه وګړو سر او مال خوندي کړي.
یوازې تېره اوونۍ د کابل ښار په بېلا بېلو سيمو کې د نامعلومو وسله والو په بريدونو کې شاوخوا ۵ تنه دولتي مامورين ووژل شول.
د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د کابل ښار د چهارراهي قمبر په سيمه کې د درنو جرمونو او فساد په وړاندې د مبارزې مرکز دوه کارکوونکي ووژل شول او په همدې ورځ د ملي امنيت د لسم ریاست دوه کارکوونکي هم ووژل شول. دغه راز د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ بیا د پنځمې امنیتي حوزې اړوند سيمه کې د ملي اردو يو سرتېری د نامعلومو وسله والو په بريد کې ووژل شو.
دې پرله پسې بريدونو د کابل ښار اوسېدونکي سخت اندېښمن کړي دي او وېره څرګندوي چې ښايي دا د حکومت د وسله والو مخالفينو يا هم مافيايي کړيو د بريد نوې لړۍ وي چې يوازې په یوه اوونۍ کې يې د پنځو تنو ژوند واخیست. تېر کال هم د کابل ښار په یو شمېر سيمو کې دا ډول پېښې ولیدل شوې خو په دومره شدت نه او بیا يې پسې دوام هم ونه کړ.
وروستیو پېښو د خلــکـو په منځ کې ګڼې پوښتنې را ولاړې کړې دي، دا چې د چهارراهي قمبر په سيمه کې د درنو جرمونو په وړاندې د مبارزې رياست کارکوونکي وژل شوي نو داسې شک څرګندېږي چې ښايي په دغو وژنو کې يو شمېر مافيايي کړۍ لاس ولري چې په يو ډول د درنو جرمونو په وړاندې د مبارزې رياست په کړنو کې ورته زيان رسېدلی او ښايي غړي يې نیول شوي او محاکمه شوي وي.
ځکه دغه رياست په وروستیو کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي او ډېر په جرمونو او فساد کې ښکېل کسان يې د قانون منګولو ته سپارلي دي. که موضوع رښتيا هم همداسې وي، نو حکومت باید د دغه رياست د مامورينو امنیت ته جدي پاملرنه وکړي او پرېنږدي چې مافيايي کړۍ د دغه ډول بريدونو په ترسره کولو سره د دغه رياست مامورين له خپلو قانوني کړنو راوګرځوي او په يو ډول د دوی په منځ کې وېره خپره کړي.
له بل لوري يو شمېر نورې هغه پېښې چې تېره اوونۍ رامنځته شوې پکې د ملي امنیت او ملي اردو سرتېري وژل شوي دي، دې پېښو ته په کتو بیا داسې څرګندېږي چې ښايي دا د حکومت د وسله والو مخالفينو د بريدونو نوی ډول او لړۍ وي.
که چېرې موضوع په دې ډول وي، نو حکومت او امنیتي ادارو ته په جدي ډول ښايي، چې يوه ورځ هم غفلت ونه کړي او د دغه کړيو د نیولو او د نوو بريدونو د شنډولو لپاره لاس په کار شي. ځکه ډېری وخت او هر کال د حکومت وسله وال مخالفين له نوو تکتيکونو استفاده کوي، مخکې له دې چې د حکومت وسله وال مخالفين له دغه تکتيک استفادې ته دوام ورکړي او دولتي کارکوونکو ته پکې نور زيان ورسېږي اړينه ده چې حکومت يې مخه ونيسي.
ځکه که دغه لړۍ دوام کوي، ښايي په لنډ وخت کې ډېر دولتي کارکوونکي د وسله والو په بريدونو کې ووژل شي او که هغه وخت بیا پرې فکر کېږي نو وخت به له وخت تېر وي.
دويمه او مهمه موضوع دا ده چې حکومت او امنیتي ادارې څه کوي؟ دوی چې د يوه هېواد په مرکز کې هم د خپلو کارکوونکو او خلکو امنیت نه شي خوندي کولای، دا فکر څوک کولای شي، چې دوی به يې په هلمند، تخار او کنړ کې خوندي کړي.
د هېواد په مرکز کابل کې چې د ټولو امنيتي ادارو مــر کــزونــه دي او ډېــری امنــیتـي ځـــواک هم وجود لري څه ډول وسله وال راځي او په ازاد ډول خلک په نښه کوي او بیا له سيمې تښتي.
له دې کبله حکومت ته ښايي چې په امنيتي ادارو کې د پام وړ سمونونه رامنځته کړي او په پيل کې د دغه ډول خطرناکو بريدونو مخه ونيسي که نه بيا به وخت تر وخت تېر وي او ډېر ځاني زيانونه به رامنځته شوي وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA