ads

ننګرهار کې ښوونکي له زده کوونکو پيسې اخلي

د ننګرهار د یو شمېر ولسوالیو اوسېدونکي وایي، په ښوونځیو کې یې له اولادونو د کتابونو او تباشير په نوم سلګونه افغانۍ اخیستل کېږي او دوی یې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي دي.

نویسنده: sarwan
26 وری 1396
ننګرهار کې ښوونکي له زده کوونکو پيسې اخلي

د ننګرهار د یو شمېر ولسوالیو اوسېدونکي وایي، په ښوونځیو کې یې له اولادونو د کتابونو او تباشير په نوم سلګونه افغانۍ اخیستل کېږي او دوی یې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي دي.
د زده کوونکو پلرونه وایي، که چېرته خپلو اولادونو ته پیسې ور نه کړي، نو ورته ویل کېږي، چې په ټولګي کې یې ښوونکي نه پریږدي.
خو د ننګرهار د پوهنې ریاست چارواکي وایي، دوی د کتابونو، تباشیر او نورو توکو د نشت ستونزې حل کړې دي او که په دې نوم څوک له زده کوونکو د پیسو په اخیستلو ولیدل شي، قانوني چلند به ورسره وشي.
د یو شمېر ښوونځيو د زده کوونکو پلرونو کلید ته وويل، چې یو شمېر استادان د تباشیر او کتابونو په نوم پيسې ورڅخه اخلي.
د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ اوسېدونکي شیرین پاچا کلید ته وویل، د سره رود ولسوالۍ د بګراميو سیمې د عبدالرحمان پژواک په ښوونځي کې يې له لورګانو په یوه او بله پلمه پيسې اخيستل شوې دي.
شیرین پاچا زیاتوي، چې لور يې په یاد ښوونځي کې اول نمره ده، خو تر اوسه د ټولنيز په نوم له یوه کتاب پرته بل هېڅ کتاب نه دی ورکړل شوی: ((تر اوسه یې کتابونه نه دي راوړي او هره ورځ ترې کله دېرش او کله پنځوس افغانۍ په یوه او بل نوم ټولوي.))
له بل لوري د یو شمېر زده کوونکو پلرونه وایي، هره ورځ چې یې اولادونه ښوونځي ته ځي، نو په یوه او بل نوم ورته سلګونه نغدې پیسې ورکوي. دوی زیاتوي، له مجبورۍ یې خپل اولادونه په دولتي ښوونځیو کې شامل کړي، خو که هلته هم له دغه ډول چلند سره مخ کېږي او د پیسو ورکړې ته مجبورېږي، نو اړ دي چې خپل اولادونه له ښوونځیو وباسي.
د جلال اباد ښار يوه اوسېدونکي علي محمد کلید ته وویل: ((زوی مې په تجربوي مکتب کې دی،کله پارچو ته ترې پیسې اخلي او کله ترموزونو ته، دا یې هم په هر صورت، لویه ستونزه دا ده چې کامه او دره نور کې که کله وريځ هم وي، ښوونځی رخصت وي.))
اخوا د جلال اباد ښار يو بل اوسېدونکی محمد عارف وايي: ((سږ کال یې ترې د ونو په نوم پیسې ټولې کړې، خو نه پرې ونې اخیستل شوې او نه نور څه، دا پیسې د شاګردانو لپاره یو امتیاز شو او دوی بیا هېڅ درس نه زده کوي.))
له بل لوري بیا په ننګرهار کې د عبدالرحمن پژواک ښوونځي مدیر له کلید سره په خبرو کې مني، چې د کتابونو له نشت سره مخ دي، خو وایي، په ځلونو یې دغه ستونزه د پوهنې له ریاست سره شریکه کړې او هغوی ورته په ټول ولایت کې د کتابونو د نشت ستونزه یاده کړې ده.
نوموړي که څه هم د ښوونکو له لوري د پیسو اخیستل رد کړل، خو په تنده لهجه یې وویل، چې دوی نه شي کولای له خپلو جېبونو د ښوونځي او زده کوونکو اړتیاوې پوره کړي: ((موږ په ځلونو د پوهنې ریاست ته ویلي، چې کتابونه راوړئ، خو دوی وایي دا ستونزه په ټول هېواد کې ده او موږ خو څه په عزیزي بانک کې کار نه کوو، چې له جېب يې درته واخلو.))
اخوا د ننګرهار د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال اول ګل ابو ذاهد له کلید سره په خبرو کې وويل چې مخکې په ښوونځیو کې دا ستونزې موجودې وې، خو اوس مهال يې دغه ټولې ستونزې حل کړې دي.
نوموړی وايي، که هر څوک په دې برخه کې کره اسناد په لاس ولري، نو دوی به له یادو ښوونکو سره قانوني چلند وکړي: ((موږ هېچا ته اجازه نه ورکوو، چې له زده کوونکي یوه روپۍ هم واخلي که هر څوک کره اسناد په لاس کې ولري، موږ به هغه ښوونکی د قانون منګولو ته وسپارو.))
د ننګرهار د پوهنې ریاست په اړوندو بنسټونو او ښوونځیو کې داسې مهال خلک له ستونزو سر ټکوي چې څه موده وړاندې د یادې ادارې یو مسوول له کلید سره په خبرو کې منلې وه، چې د ننګرهار پوهنې ریاست د سیاسي کېدو په لور روان دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA