د کرکټ نړيوالې شورا د درملو د استعمال ضد کمېټې د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړى شهزاد محمدي د منع شويو درملو په استعمال تورن کړى او ښايي د لنډې مودې لپاره له لوبو منع شي.
د افغانستان کرکټ بورډ او شهزاد محمدي به د قضيې د سپيناوي په هدف حقوقي کړنې ترسره کوي او د قضيې د دفاع لپاره به مدافع وکيل په دنده وګوماري.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، تر لازمو حقوقي پلټنو وروسته به د قضيې په اړه بشپړ وضاحت په رسمي ډول اعلان کړي.
ټاکل شوې د کرکټ نړيواله شورا د شهزاد محمدي په اړه رسمي پرېکړه د اپرېل مياشتې په ۲۶مه نېټه اعلان کړي او له هغې وروسته به شهزاد پنځه ورځې وخت ولري، چې د معايناتو د نتيجې په ضد او ۱۲ ورځې وخت به ولري، چې د پرېکړې په ضد اپيل وکړي.
دا لومړى ځل دى، چې پر کوم افغان لوبغاړي داسې تور لګول کېږي.
شهزاد محمدي د افغانستان يوازينى لوبغاړى دى، چې په ۲۰ اوريزو، يو ورځنيو او څلور ورځنيو سياليو کې يې سليزې وهلې دي.