امنيتي چارواکي وايي، د کندز ښار په يو شمېر سيمو کې د وسله والو طالبانو پر ضد د خالد يو په نوم پوځي عمليات پيل شوي او پرمختګ پکې شوی دی.
د کندوز امنيه قومندان عبدالحميد حميدي کليد ته وويل، چې ياد عمليات نن سهار د کندوز ښار اړوند په زرخريد، ګورتيپې او يو شمېر نورو سيمو کې د افغان امنيتي ځواکونو لخوا پيل شوي دي.
نوموړی وايي، ددغو عملياتو په پايله کې تر دامهال د وسله والو طالبانو د يو تن مشهور قومندان مولوي عبدالقدير په ګډون څلور تنه ټپيان شوي او يو شمېر سيمې تصفيه شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ