ads

کاپیسا: د پولیسو په لیکو کې د فساد د مخنیوي لپاره یوه کمېټه جوړه شوه

د کاپیسا د امنیې قومندانۍ ویاند محمد ایوب یوسفزی وايي، د پولیسو په لیکو کې د اداري فساد د مخنیوي په اړه د امنیې قومندانۍ په داخل کې د ولایت د مقام، د ولایتي شورا او د یو شمېر نورو ادارو په همغږۍ یوه کمیټه جوړه شوه، تر څو د اداري فساد مخه په کلکه ونیول شي.

نویسنده: sarwan
23 وری 1396

د يوسفزي په وینا، د دې کمېټې د کار څارنه به د کاپیسا د علماوو د شورا ریاست، ولایتي شورا او د مدني ټولنې د رییس له خوا تر سره کېږي.
يوسفزي زياته کړه، دا کمېټه به ټول هغه کار کوونکي له دندو ګوښه کوي او عدلي او قضايي ادارو ته به یې سپاري، کوم چې په اداري فساد کې ښکېل وي.
د یادونې وړ ده، چې د تېر کال په لومړیو میاشتو کې د کاپیسا په امنیې قومندانۍ کې د څو زرو لېټرو د تېلو په فساد کې د قومندانۍ څو مهم چارواکي له دندو لرې شول او عدلي او قضايي ادارو ته معرفي شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA