ads

په ۱۳۹۵ کې د روغتيايي خدمتونو څرنګوالی

په افغانستان كې يو ځل بیا د روغتيا نړيواله ورځ داسې مهال نمانځل كېږي چې لا هم درې ميليونه افغانان په ځانګړي ډول په لرې پرتو سيمو کې روغتيايي اسانتياوو ته لاسرسی نه لري، د ميندو د مړينې كچه لوړه شوې او د هېواد په ځينو ولايتونو كې ان یوه ښځينه متخصصه ډاکټره هم نشته.

نویسنده: sarwan
23 وری 1396
په ۱۳۹۵ کې د روغتيايي خدمتونو څرنګوالی

په افغانستان كې يو ځل بیا د روغتيا نړيواله ورځ داسې مهال نمانځل كېږي چې لا هم درې ميليونه افغانان په ځانګړي ډول په لرې پرتو سيمو کې روغتيايي اسانتياوو ته لاسرسی نه لري، د ميندو د مړينې كچه لوړه شوې او د هېواد په ځينو ولايتونو كې ان یوه ښځينه متخصصه ډاکټره هم نشته.
د عامې روغتيا وزارت ارزونې ښيي چې اوس مهال په هرو ۱۰۰ زرو زېږونونو كې ۱۲۰۰ ميندې خپل ژوند له لاسه وركوي او دا ستونزه جدي پاملرنې ته اړتيا لري.
د دغه وزارت چارواكي په دې برخه کې خپل پاتې والی مني او ټينګار کوي چې د نړیوالو مرستو د کموالي، د حکومت د بې غورۍ، د پخوانیو چارواکو د نه پاملرنې او اداري فساد له کبله په دې برخه کې ستونزې پر خپل ځای پاتې دي.
خو په كابل كې د يونيسف ادارې استازی وايي، سږ كال به د روغتيا په برخه كې پانګه اچونه زياته شي او يوه برخه به يې د روغتيايي كاركوونكو د شمېر د زياتوالي لپاره ځانګړې شي.
كه څه هم د عامې روغتيا وزارت چارواكي وايي چې تېر كال يې خلكو ته د روغتيايي اسانتياوو په برابرولو كې پرمختګونه کړي دي، خو دا هم مني چې لا هم ډېر کار ته اړتیا ده.
په دغه راپور کې مو هڅه کړې چې په تېر ۱۳۹۵ کال کې د روغتیا په برخه کې پرمختګونه، ستونزې او روغتيايي اسانتیاوو ته د افغانانو لاسرسی وڅېړو.

ستونزې
كه څه هم د عامې روغتيا وزارت ټینګار لري چې په تېر کال کې يې ګڼ پرمختګونه لرلي دي، خو خلک بیا له دغسې څه سره موافق نه دي او نيوکه کوي چې په دولتي روغتونونو کې يې سمه درملنه نه کېږي او شخصي روغتونونه هم يوازې د خپلو ګټو او سوداګرۍ په فكر كې دي او د خلکو ژوند ته پام نه کوي.
د كندهار ولايت اوسېدونكې پلوشه چې په يوه دولتي روغتون كې بستر ده، له خپلو لګښتونو سر ټکوي. نوموړې وايي، که څه هم په دې روغتون كې ېې د بسترېدو يوه مياشت تېرېږي، خو خاوند يې دې ته اړ شوی چې د درملنې لپاره يې پيسې پور كړي: ((ډاكټر راته يوه نسخه درمل وليكي، هغه مې لا نه وي خوړلي چې دوه نورې نسخي يې ليکلې وي، دا يوازې ماته نه بلکې د ټولو ناروغانو همدا حال دی، ډاکټران تر ډېره خپلو ګټو ته پام کوي، د دوی ډېری يې له درملتونونو سره تړلي دي.))
دا لومړی ځل نه دی چې ناروغان له درملتونونو سره د ډاکټرانو د تړاو په اړه شکايتونه کوي بلکې تر دې وړاندې هم په ځلونو دغه شکایتونه د خلکو له لوري مطرح شوي دي، خو تر دې مهاله ورته پاملرنه نه ده شوې.
دغه ستونزه مو د كابل د روغتونونو له مشر محمد سليم رسولي سره شريكه كړه. که څه هم نوموړی له درملتونونو سره د ډاکټرانو تړاو ردوي، خو دا مني چې په دولتي روغتونونو كې د ناروغانو د اړتيا وړ ټول درمل نشته، ځكه نو بايد ځينې نسخې بازار ته ولېږل شي: ((په روغتونونو کې د شته سيستم له مخې، د روغتونونو چارواكي د هغې بودجې پر بنسټ چې د عامې روغتيا له وزارت يې ترلاسه كوي، درمل اخلي او يا خپل قراردادونه داوطلبۍ ته سپاري، خو د هغه په خبره، د اوس لپاره لويه ستونزه دا ده، كومې پيسې چې د روغتونونو درملو ته ځانګړې شوې وي، د هغوى اړتياوې نه شي پوره كولى، ځكه نو يو شمېر ناروغانو ته په بازار كې د درملو اخيستلو لپاره نسخې وركول كېږي.))
له بل لوري د عامې روغتيا وزارت د پاليسۍ رييس وحيد مجروح لا هم روغتيايي خدمتونو ته د افغانانو نه لاسرسی يوه جدي ستونزه ګڼي او په دې برخه کې په پراخه پانګونه ټينګار کوي.
نوموړی زياتوي، كه روغتيايي مركزونو ته د افغانانو د لاسرسي معيار، يوه روغتيايي مرکز ته د يوه ساعت پلي تګ په کچه واټن وبلل شي، نو یوازې ۵۸ په سلو کې افغانان روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی لري او ۴۲ په سلو کې له روغتيايي خدمتونو بې برخې دي.
د مجروح په خبره، كه دا معيار تر يوه روغتيايي مرکز د دوه ساعت پلي تګ په کچه واټن وبلل شي، نو ۸۸ په سلو کې افغانان روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی لري.
مجروح د روغتيا په سكتور كې اداري فساد لاهم يوه جدي ستونزه ګڼي او وايي، د درملو اړوند شمېرې ښيي چې له ۴۵ تر ۴۸ په سلو کې درمل له قاچاقي لارو هېواد ته را دننه كېږي او د دې درملو په كيفيت او تخصصي معيارونو نه څار لا هم يوه جدي او لويه ستونزه ده: ((په ۱۳۹۶ كال كې مو دغه څه په پنځه کلنه ستراتېژۍ کې شامل کړي دي.))
نوموړی دغه راز له تخصص په لوړه کچه د روغتيايي خدمتونو د وړاندې كولو په برخه کې د بشري، تخنيكي او بنسټيزو سرچينو له نشتوالي اندېښنه څرګندوي او وايي، له همدې کبله هر کال له ۳ تر څلور ميليونه پانګه بهر لېږدول کېږي.
د عامې روغتيا وزارت د پاليسۍ رييس وحيد مجروح وايي، ټاکل شوې راتلونکی کال په بېلا بېلو کچو له يوه روغتيايي كوچني مركز نيولې تر حوضوي او ملي روغتونونو پورې ۱۰۰۰ نوي روغتيايي مرکزونه رامنځته کړي او په دې برخه کې لومړني کارونه هم شوي، خو د بودجې په برخه کې د تل په څېر له ستونزو سره مخ دي.
اوسمهال د هېواد په كچه ۲۳۰۰ روغتيايي مركزونه فعال دي.

پرمختګونه
که څه هم تر دې مهاله ډېری افغانان په کور دننه پر روغتيايي خدمتونو بې باوره دي او ډېری وخت د خپلې درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو ته ځي، خو د عامې روغتیا وزارت وايي، تېر کال يې ګڼ پرمختګونه لرلي دي.
د عامې روغتيا وزارت د پاليسۍ رييس وحيد مجروح وايي، كه څه هم چې د ښو روغتيايي خدمتونو د وړاندې كولو لپاره يې اوږده لار لا هم په مخ کې ده، خو تېر كال يې لاسته راوړنې لرلې دي.
مجروح وايي، تېر کال يې روغتيايي خدمتونو ته د هېوادوالو د لاسرسي ډېرولو په هدف ۳۸۰ نوي روغتيايي مرکزونه پرانيستل، په ۳۱۰ روغتيايي مركزونو كې يې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې كولو كچه لوړه كړه، د واكسين ۷۰۰ نوي مركزونه يې پرانيستل او په كابل كې يې د لومړي ځل لپاره د سرطان ناروغۍ د تشخيص او لومړنيو درملنو مركز پرانيست، د ۱۷ ولايتونو په كچه يې په ۲۲ روغتونونو كې د نوو زېږېدلو ماشومانو د جدي پاملرنې خونې او د كابل په څلورو روغتونونو او په څلورو حوزو كې يې د جدي پاملرنو خونې جوړې كړې.
نوموړی زیاتوي، په ۱۳۹۵ كال كې د هېواد په كچه شاوخوا ۵۵ ميليونه ناروغانو په روغتيايي مركزونو كې روغتيايي خدمتونه تر لاسه كړي، اووه نيم سوه زره عمليات او څلور نيم سوه زره زېږونونه ترسره شوي.
نوموړی دغه راز د خصوصي روغتيايي سکتور د پرمختګونو په تړاو وايي، تېر كال د هرات ولايت په يوه خصوصي روغتون كې د لومړي ځل لپاره د بډوډو پيوند ترسره شو چې د هېواد په تاريخ كې بې ساری کار وو.
د مجروح په خبره، د لومړي ځل لپاره د افغاسنتان د روغتيايي سکتور په تاريخ كې د روغتيا عالي شورا رامنځته شوه: ((په تېرو كلونو كې د درملو په برخه كې پراخ اداري فساد ترسره کېده، خو تېر کال د عامې روغتيا وزارت له جمهوري رياست سره په ګډه نوې طرحه جوړه كړه چې پر بنسټ ېې د طبي محصولاتو او درملو د تنظيم اداره رامنځته شوه.))
وحيد مجروح ټينګار کوي چې تېر کال د شيخ زاهد روغتون ساختماني چارې بشپړې شوې او د يو شمېر نورو روغتونونو د ودانیو چارې به په ۱۳۹۶ كال کې بشپړې شي. د هغه په خبره، ډېر ژر به په ننګرهار ولايت كې د هېواد په كچه د بډوډو ملي مركز پرانيستل شي.

له خصوصي روغتونونو شکایتونه
په افغانستان کې يوه نيمه لسيزه وړاندې د ازاد بازار سيستم په فعالېدو سره د دولتي روغتونونو تر څنګ خصوصي يا شخصي روغتونونو هم فعالیت پیل کړ او ورځ په ورځ په زیاتېدو دي.
خو خلک له دغو مرکزونو هم ښې خاطرې نه لري او ټينګار کوي چې له ناروغانو ډېرې پیسې اخلي، خدمات يې هم معیاري نه دي او دولت پرې هم هېڅ ډول کنټرول نه لري.
خو د عامې روغتيا وزارت د عامه اړيکو سلاکار ډاکټر قمرالدین صديقي بیا دا خبره نه مني او ټينګار کوي چې دوی په خصوصي روغتونونو نظارت لري: ((د خصوصي روغتونونو د کارونو د څارنې په لړ کې مو تر اوسه ۵۸ روغتونونه څارلي، له دې ډلې مو تر اوسه د لسو په شاوخوا کې روغتونونه د ناسمو خدمتونو له کبله تړلي او پنځه روغتونونه مو د ښو خدمتونو د وړاندې کولو له کبله تقدير کړي او ستاينليکونه مو ورکړي دي.))
هغه زیاتوي، دوی هڅه کوي چې د خصوصي روغتونونو په خدماتو کې ښه والی رامنځته شي: ((د خصوصي روغتونونو د کار کیفیت څارل کېږي، دوی بايد د عامې روغتيا وزارت له لوري له ورکړل شوو معيارونو سره سم خدمتونه وړاندې کړي او خلک بايد ترې راضي وي.))
صديقي زیاتوي، د ځینو روغتونونو د ودانیو موقعيتونه او يا هم خپله ودانۍ د روغتون وړ نه وې، د هغوی ځايونه يې بدل کړي دي.
نوموړی ټينګار کوي، که څه هم د ازاد بازار سيستم له مخې په روغتونونو ډېر فشار نه شي راوستلی، خو بیا هم هڅه کوي چې روغتونونه له خلکو ډېرې پيسې وانه خلي: ((د عامې وزارت هڅه کوي د بیو په برخه کې له دوی سره خبرې وکړي او داسې لاره رامنځته کړي چې روغتونونه په خپل سري ډول له خلکو ډېرې پيسې وانه خلي، ناروغ له مخکې پوه شي چې د دې درملنې په بدل کې باید څو افغانۍ ورکړي.))
اوس مهال په ټول هېواد کې د ۱۷۰په شاوخوا کې شخصي روغتونونه فعاليت لري چې له ډلې يې ۸۰ روغتونونه او کلينيکونه په کابل او نور په ولايتونو کې دي.
دا يوازې کابل نه دی چې خلک له روغتيايي ستونزو سر ټکوي بلکې په ولایتونو کې دغه ستونزې تر دې هم ډېرې دي.
د هرات ولايت اوسېدونکي که له يوه لوري د روغتيايي مرکزونو له لرې والي سر ټکوي، له بل لوري بيا په روغتونونو کې د طبي معيارونو په نه رعايت هم نيوکه کوي او ټينګار کوي چې د ډاکټرانو له لوري هم له ناروغانو سره بد چلند کېږي.د هرات په نسايي ولادي روغتون کې د يوې ناروغې مور کلید ته وویل، په انجيل ولسوالۍ كې ژوند كوي، خو په کلي او نېږدې سيمه کې يې هېڅ روغتيايي مرکز نشته: ((که څوک ونه پېژنې، ناروغ دې همداسې بې برخلیکه پاتې کېږي او څوک ورګوري هم نه.))
د هرات ولايت د عامې روغتيا رياست چارواكي هم مني چې دغه ستونزې شته او وايي، هره ورځ له سلو تر ۱۲۰ عادي زېږونونه او په لسګونو د سزارين پېښې لري او دوی هم تر فشار لاندې دي ځکه د روغتون امکانات يې هومره نه دي.له بل لوري د هرات ولايت د عامې روغتيا رييس عبدالحكيم تمنا وايي، په مركز كې ۵۰ فېصده روغتيايي كاركوونكې ښځې دي، خو په ولسوالیو او كليو كې د امنيتي ستونزو له کبله د ښځينه کارکوونکو د کمي ستونزه شته.
نوموړی وايي، په يو شمېر روغتيايي برخو لكه د ميندو او ماشومانو د مړينې په مخنيوي کې په منځنۍ کچه پرمختګ لري، خو د کورنیو د تنظيم په برخه کې بيا په لوړه کچه پرمختګ لري.د ميندو او ماشومانو مړينه په هرات کې د روغتیا په برخه کې يوازينۍ ستونزه نه ده، بلکې په يو شمېر ولسوالیو کې د امنیت، مختصصو ډاکټرانو او روغتيايي امکاناتو نشتوالی او له کلیو د روغتيايي مرکزونو لرې والی د دغه ولایت نورې جدي روغتيايي ستونزې دي.
د هرات ولايت د عامې روغتيا رييس عبدالحكيم تمنا وايي، د تېر كال د ارزونو پر بنسټ په دغه ولایت کې ۱۶ نوو روغتيايي مرکزونو ته اړتيا لري او هيله لري چې روان کال د دې مرکزونو د جوړولو بودجه ورکړل شي. نوموړی وايي، ډېری دغه مرکزونه به په لرې پرتو سيمو کې جوړ شي.

پايله
که څه هم په تېره يوه نيمه لسيزه کې په افغانستان کې د روغتيا په برخه کې یو میلیارد ډالر لګول شوي، خو لا هم د افغانستان په لرې پرتو سيمو او ولسوالیو کې خلک لومړنیو روغتيايي اسانتياوو ته لاسرسی نه لري.
د دې تر څنګ تر يوې نيمې لسيزې وروسته هم په افغانستان کې د لوړې کچې ناروغانو د درملنې اسانتیاوې يا نشته او يا هم پرې باور نه کېږي او ډېری ناروغان بهرنیو هېوادونو ته لېږدول کېږي.
پر دې سربېره، د عامې روغتيا وزارت د شمېرو له مخې، د هېواد په ۹ ولایتونو کې هېڅ ښځينه متخصصه ډاکتره وجود نه لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA