ads

شمس الدین ساپی: د ښوونکو د ځمکې د وېش ستونزه کاپیسا کې لا هم نه ده حل شوې

امنيتي چارواکي وايي، د کاپیسا په یو شمېر سیمو کې د امنیتي ستونزو له کبله د ښوونکو د ښارګوټو د جوړولو کارونه په ټپه ولاړ دي.
د کاپیسا د پوهنې ریاست د املاکو مدیر شمس الدین ساپي کليد ته وويل، په دې اړه دوی څو ځلې اړوندو ادارو ته خپل رسمي لیکونه استولي خو مسوولو ادارو تر دې دمه یاده ستونزه نه ده حل کړې.

نویسنده: sarwan
23 وری 1396

د ساپي په وينا د کاپیسا په مرکز کې د ښوونکو د ښارګوټي پر ځمکه د سیمې یو شمېر اوسېدونکو د خپل ملکیت دعوه کړې، چې له تېرو لسو کلونو راهیسې د پوهنې وزارت او د ولایت د مقام له خوا یاده ستونزه نه ده حل شوې.
بل خوا د کاپیسا د والي ویاند قیس قادري وايي، د کاپیسا په مرکز کې د ښوونکو او د کډوالو د ښارګوټو د ځمکې پر سر د مرکز د اوسېدونکو د ملکیت ستونزه یې له عدلي او قضايي ادارو سره شریکه کړې او ډ ېر ژر به د ښوونکو او کډوالو ستونزې حل شي.
د یادونې وړ ده، چې په کاپیسا کې د پوهنې ریاست له خوا د ښوونکو د ښارګوټو یو شمېر ځمکې په ناامنو سیمو کې د زورواکو له خوا هم نیول شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA