ads

د سپينې ماڼۍ وياند له سوريې بښنه غوښتې

له هټلر سره په ورته والي د سوريې د جمهور رئيس په اړه له پخوانيو څرګندونو د امريکا د سپينې ماڼۍ وياند بښنه غوښتې ده.
شاين سپايسر ويلي و، چې د نازي جرمني پخواني مشر اډولف هټلر هم کېمياوي مواد نه دي کارولي، خو بشارالاسد پر خپلو خلکو د کېمياوي وسلو بريد وکړ.

نویسنده: sarwan
23 وری 1396

د سپينې ماڼۍ د وياند تر دې څرګندونو وروسته يې په وړاندې سخت غبرګونونه را ولاړ شول، چې وروسته بيا شاين سپايسر له سوريې بښنه وغوښته او دا څرګندونې يې تصادفي وبللې.
امريکا په سوريه کې د بشارالاسد د ګوښه کېدو هڅه کوي، چې په مقابل کې يې د سوريې له وسله والو مخالفينو سره په مرستې تورنه ده.
بلې ډډې ته روسيه په سوريه کې د بشارالاسد همکارۍ ته ور دانګلي، چې په سيمه کې د امريکا او روسيې اړيکې ورسره ترينګلې شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA