پاکستاني پوځيانو په کراچۍ کې د بلوڅانو د يوې ډلې مشر تر نيولو وروسته پوځي محکمې ته انتقال کړى دى.
پاکستاني رسنيو د پوځي چارواکو له قوله ويلي، چې عزيز بلوڅ د کراچۍ په لياري سيمه کې نيول شوى دى.
استخباراتي چارواکو ادعا کړې، چې عزيز بلوڅ پر خپل جرم اعتراف کړى او منلې يې ده، چې هندي استخباراتو سره يې اړيکې درلودې.
دغه راز د عزيز بلوڅ له قوله ويل شوي، چې نوموړي له بلوڅ بېلتون غوښتونکو ډلو سره هم ارتباط درلود.
بلخوا په پاکستان کې د بشري حقونو يو شمېر ادارې وايي، چې د دغه هېواد استخبارات او پوځ د جاسوسۍ په پلمه يو شمېر ملتپاله شخصيتونه نيسي او په پوځي محکمو کې يې په اعدام محکوموي.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ پاکستاني پوځي محکمې د هند يو بندي سرتېري ته د اعدام سزا واوروله.