د امريکا په کلفورنيا ايالت کې پرون د ډزو په نتيجه کې درې کسان وژل شوي دي.
ځايي رسنۍ وايي، چې د کلفورنيا ايالت په يو ښوونځي کې يو کس په ډزو د يو زده کوونکي او ښوونکي په ګډون درې کسان ځاى پر ځاى وژلي او يو شمېر نور يې ټپيان کړي دي.
پوليسو ويلي، چې قاتل تر بريد وروسته ځان وژنه کړې ده.
د کلفورنيا پوليسو په دې اړه پلټنې پيل کړي، خو تراوسه يې د پېښې انګېزه نه ده موندلې.
په امريکا کې ډېر کله په هدفي وژنو کې تورپوستي په نښه کېږي، چې وروسته د سترو اعتراضونو سبب ګرځي.