ads

کابل کې هدفي وژنو مشرانو جرګه هم اندېښمنه کړې

په كابل كې وروستيو هدفي وژنو او وسله والو غلاوو د كابل ښاريانو سربېره د مشرانو جرګې غړي هم اندېښمن كړي او وايي چې، له يوې خوا حكومت هڅه كوي چې بهرني پانګوال په هيواد كې پانګونې ته وهڅوي اوله بلې خوا بيا د هيواد په زړه كې امنيتي ستونزې ورځ تربلې په زياتېدو دي.

نویسنده: sarwan
22 وری 1396
کابل کې هدفي وژنو مشرانو جرګه هم اندېښمنه کړې

په كابل كې وروستيو هدفي وژنو او وسله والو غلاوو د كابل ښاريانو سربېره د مشرانو جرګې غړي هم اندېښمن كړي او وايي چې، له يوې خوا حكومت هڅه كوي چې بهرني پانګوال په هيواد كې پانګونې ته وهڅوي اوله بلې خوا بيا د هيواد په زړه كې امنيتي ستونزې ورځ تربلې په زياتېدو دي.
دا په داسې حال كې ده چې د دوشنبې په ورځ د كابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې له اداري فساد سره د مبارزې د عدلي او قضايي مركز دوه تنه كاركوونكي او د سې شنبې په ورځ په همدې سيمه كې د ملي اردو يو افسر د نامعلومو وسلوالو له خوا ووژل شول.
د مشرانو جرګې غړي محمد اصف صديقي وايي، ((د كابل د امنيت لپاره بايد وړ كسان وګمارل شي، ځكه په دې وروستيو کې هدفي وژنې، سړي تښتونې، وسلوالې غلاوې او داسې نورې جنايي پېښې ډېرې شوې دي)).
په ورته وخت کې د يادې جرګې غړې انار کلی هنريار هم د تېرې ورځې د عدلي او قضايي مرکز د دوه تنو کارکوونکو د وژل کېدو خبره وکړه(( په دې وروستيو کې دشپې له خوا هدفي وژنې کېږي، تېره ورځ د پنځمې حوزې په مربوطاتو کې دوه نفر دولتي کارکوونکي ووژل شول او نن هم په هماغه سيمه کې د ملي اردو يو افسر وژل شوی دی، دا د اندېښنې وړ خبره ده او بايد يې په جدي اقدام وشي)).
په همدې حال كې د يادې جرګې بل غړى جمعه الدين ګيانوال وايي، په كابل كې نه سوداګر او نه هم عام خلك د خپل ځان د خونديتوب احساس كوي، په خبره يې په داسې حال كې به بهرني پانګوال څرنګه په افغانستان كې پانګونې ته زړه ښه كړي(( ناامني تاسو وينﺉ چې اوج ته رسېدلې ده، په ځانګړې توګه په کابل کې نو دلته نه سوداګر په امن کې دی نه د چا بچی چې ښوونځي ته ځي، سوداګر به څنګه زړه ښه کړي چې دلته پانګونه وکړي)).
خو د مشرانو جرګې رئيس فضل الهادي مسلميار د نوموړې جرګې امنيتي او دفاعي كمېسيون ته دنده وسپارله ترڅو د كابل امنيه قوماندان او نور مسؤل چارواكي را وغواړي او د كابل ښاريانو او مشرانو جرګې د غړو اندېښنې ورسره شريكې كړي(( له دفاعي کمېسيون نه مې هيله دا ده، چې د کابل امنيتي مسوولين راوغواړي تر څو تشويشونه رفعه کړي)).

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA