ads

په کورنیو تولیداتو کې د ښځو ونډه زياته شوې

که څه هم افغانستان يوه دوديزه ټولنه ده او تر ډېره پکې نارينه په کاروبارونو بوخت دي، خو په وروستیو کې د افغان محصولاتو په يو شمېر ننداتونونو کې د ښځو پراخې ونډې د خلکو پام ور اړولی دی.

نویسنده: sarwan
22 وری 1396
په کورنیو تولیداتو کې د ښځو ونډه زياته شوې

که څه هم افغانستان يوه دوديزه ټولنه ده او تر ډېره پکې نارينه په کاروبارونو بوخت دي، خو په وروستیو کې د افغان محصولاتو په يو شمېر ننداتونونو کې د ښځو پراخې ونډې د خلکو پام ور اړولی دی.
دغه ښځې د لاسي صنايعو، خوراکونو او لباسونو د تولید په برخه کې مخکښې دي او په وروستیو نندارتونو کې يې خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړې دي.
ځينې دغه نندارتونونه خپله ښځو جوړ کړي او په ځينو کې بیا د دوی رول خورا فعال ښودل شوی. د دې نندارتونونو له ډلې يو هم د روانې وري میاشتې په درېيمه د کابل په سيرينا هوټل کې د ډاکټرې ويدا پوپل په هڅو د ((افغانيست عاليست)) په نوم د افغاني تولیداتو يو درې ورځنی نندارتون و. په یاد نندارتون کې۱۴۴تولیدي موسسو برخه لرله چې ۳۷ يې د ښځو اړوند وې.
د نندارتون جوړوونکې ويدا پوپل وايي، په دې نندارتون کې دولتي ادارو هم د دوی ملاتړ کړی: ((له موږ سره د ښځو چارو وزارت، د سوداګرۍ او صنايعو وزارت، اقتصاد وزارت، ماليې وزارت او د ملي تدارکاتو ادارې مرسته کړې ده او د نندارتون په جوړولو کې یې له موږ سره ونډه اخيستې ده.))
پوپل زیاتوي، دا لومړی ځل دی چې دولتي ادارې له خصوصي سکتور سره په ګډه نندارتون جوړوي او د کورنيو توليداتو لپاره کمپاين کوي: ((دا زموږ لويه لاسته راوړنه ده چې دولتي ادارې له خصوصي سکتور سره يو ځای کار کوي، سوداګر هڅوي او د کورنيو توليداتو لپاره بازار مومي.))
په دې نندارتون کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال احمد توفيق داوري وويل، هېواد به هغه وخت پرمختګ وکړي چې ټول هېوادوال افغاني توليدات وکاروي. نوموړي زیاته کړه چې د داسې نندارتونونو جوړول او د افغاني توکو کارول به سوداګر او توليدي شرکتونه خپلو کارونو ته لا نور هم وهڅوي: ((موږ په خپلو صنعتکارانو وياړو، دوی له ډېرو ستونزو او د ګاونډيو هېوادونو له بې سارو وارداتو سره سره په اتلولۍ سره ولاړ دي او خپل کار ته ادامه ورکوي.))
اخوا د سوداګرۍ وزارت د وړو او منځنيو پانګو د پراختيا امره فضيله عزيزي وايي چې دوی په دې وروستيو کې په دې توانېدلي چې د پانګوالو مېرمنو لپاره د سوداګرۍ او صنايعو ځانګړې خونه جوړه کړي: ((موږ هيله لرو چې مېرمنې هم زموږ د نارينه وروڼو تر څنګ د سوداګرۍ په برخه کې لاسته راوړنې ولري، هم خپلې اقتصادي ستونزې اوارې کړي او هم د هېواد د اقتصاد په رغولو کې برخه ولري.))
فضيله زیاتوي، د مېرمنو اقتصادي فعاليتونه په لوړه کچه دي، د هغې په خبره، د هرې غالۍ د جوړښت له ۸۰ تر ۹۰پورې زحمت مېرمنو تېر کړی دی: ((له نېکه مرغه چې د کورنيو تولیداتو په برخه کې په دې وروستيو کلونو کې د مېرمنو ونډه د پام وړ ده، د لباس او خوراکونو په برخه کې مېرمنو ډېرې خوارۍ کړې دي او ښې لاسته راوړنې هم لري.))
اخوا د کورنيو توليداتو لپاره د بازار موندلو په هدف د رواني وري میاشتې په درېيمه د کابل په بادام باغ کې هم نندارتون جوړ شوی و. په دې نندارتون کې د څه باندې ۱۶۲ميليون افغانيو په ارزښت ۸۹ قراردادونه لاسليک شول. د کرنې وزارت وياند لطفالله راشد وايي، دغه تړونونه د ښځو د لاسي صنايعو، لبنياتو او کرنيزو توکو په برخه کې د خصوصي سکتور او پانګوالو تر منځ لاسليک شول: ((ياد نندارتون د دوو ورځو لپاره په ۲۸۰ هټيو کې جوړ شوی و چې لاسي صنايع، کرنیز او نور د اړتيا وړ توکي نندارې ته په کې وړاندې شوي وو.)) راشد د بادام باغ نندارتون ډېر ګټور بولي او زیاتوي چې له یاد نندارتون څخه ۳۷ميليونه افغانۍ عايد ترلاسه شوی دی.

د بلخ نندارتون
د روانې وري میاشتې په پنځمه په بلخ ولایت کې هم د مېرمنو د لاسي صنايعو د ودې په هدف نندارتون جوړ شو. دغه نندارتون د دې ولایت د کليو پراختيا رياست له لوري په مزارشريف کې د مېرمنو په ځانګړي مارکېټ ((رابعه بلخي)) کې جوړ شوی و چې په لسګونو غرفو کې د کليوالو مېرمنو لاسي صنايع نندارې ته وړاندې شول. د دې ولایت د کليو پراختيا رياست د کليوالو مېرمنو د کاري پراختيا مسووله مريم محمدي وايي، دوی د کليوالو مېرمنو د لاسي صنايعو لپاره بازار پيداکوي چې مېرمنې د خپل عايد څښتنې شي: ((له مېرمنو هم هيله لرو چې د خلکو او بازار له اړتيا سره سم دې توليد ولري چې توليدات يې په ښه توګه وپلورل شي.))
په دې نندارتون کې يوې کونډې ښځې صفورا هم يوه غرفه لرله، هغه چې د چاربولک ولسوالۍ اوسېدونکې ده وايي چې خامکي غاړې يې جوړې کړې دي او غواړي چې خپله کورنۍ د خپل لاس په کار وچلوي: ((خاوند مې پنځه کاله مخکې په يوه چاودنه کې ووژل شو، دوه واړه زامن لرم او درې مې لوڼې دي، په همدې خامکي غاړو، ګرېوانونو، د مېرمنو د کميسونو په جوړولو خپل ژوند مخکې وړم.)) صفورا زياتوي چې درې کاله وړاندې يې کار ډېر ښه و، کار يې ګټه ورته کوله او کورنۍ يې ښه پرې چلېده، خو اوس يې د کار هغسې مزه نشته چې پخوا وه: ((د کمپيوټري ګرېوانونو په راوتلو سره زموږ د لاسي کارونو خرڅلاو کم شو، هغه غاړې او ګرېوانونه په لږ لګښت او ژر جوړېږي، ارزانه دي، ډېر خلک همغه اخلي.))
د بلخ ننداتون بله ګډونواله عاليه وايي چې دوی ته په بلخ کې د ((رابعه بلخي مارکېټ)) ډېره ګټه کړې، دوی دلته ځان په امن کې احساسوي او خپل کار په ښه او ارامه فضا کې کولای شي: ((دلته په دې مارکېټ کې مېرمنې سودا پلوري او مېرمنې سودا پېري، نو موږ په ډاډه چاپېريال کې خپل کار ته ادامه ورکوو، مننه له هغې کسانو چې دا مارکېټ يې د مېرمنو لپاره جوړ کړی دی.)) عاليه وايي چې په خپل کار وياړي، غالۍ اوبي او دلته يې پلوري: ((له خپل کار راضي يم، سره له دې چې کارونه د پخوا په څېر په زړه پورې نه دي، خو بیا هم دا د خوشالۍ ځای دی چې له خپلې کورنۍ سره په اقتصادي برخه کې ونډه اخلم. له نورو مېرمنو هم هيله کوم چې له خپلې کورنۍ سره اوږه په اوږه کار وکړي، زحمت وباسي او خوشاله ژوند وکړي.)) عاليه زیاتوي چې د غالۍ اوبدلو بازار د پخوا په څېر نه دی، اوس د ايراني، ترکي او نورو غاليو په راتلو سره د دوی غالۍ په ارزانه خرڅېږي او لږ ګټه ورته کوي.

د ننګرهار نندارتون
د روانې لمريزې میاشتې په ۱۰مه په ننګرهار کې هم يو نندارتون جوړ شو، چې د ښځو ونډه پکې د پام وړ وه او ډېری کاروباري ښځو پکې ګډون کړی وو.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی وايي چې په دې درې ورځني نندارتون کې چې د فوټبال په نړيوال لوبغالي کې جوړ شوی و، بېلابېل کورني تولیدات نندارې ته وړاندې شول: ((په دې نندارتون کې د سلو په شاوخوا کې غرفې اېښودل شوې وې، موږ غواړو په داسې نندارتونونو سره سوداګر خپلو کارونو ته وهڅوو او کورنيو توليداتو ته بازار پيداکړو او له خپلو هېوادوالو هيله کوو چې خپل کورني توليدات وکاروي.)) د نندارتون يوه ګډون کوونکې حليمه وايي، په دې نندارتون کې ګڼ شمېر سوداګرو مېرمنو هم برخه لرله، دوی په خپل لاس جوړې شوې جامې نندارې ته وړاندې کړې، حليمه له دولت د ملاتړ هيله کوي: ((له دولت هيله کوو چې زموږ د کاروبار لپاره يو ځانګړی مارکېټ جوړ کړي، څو وکولای شو په ارام چاپېريال کې خپل کارونه مخکې يوسو.))

هرات کې ستونزې
که څه هم د افغانستان ډېری کورني محصولات په هرات ولایت کې تولیدېږي، خو دلته بیا ښځې د بازارموندلو په برخه کې له سختو ستونزو سره مخ دي. د روانې مياشتې په ۹مه په دغه ولایت د ښځو د يوازيني مارکېټ نږدې نيمايي دوکانونه وتړل شول. د دغه مارکېټ مديره نفسګل جامي وايي چې دولت له بهره په وارداتو څارنه نه لري، د دې په اند ډېری بې کيفيته توکي چې له بهره راځي د کورنيو تولیداتو بازار پيکه کړی دی: ((د بهرنيو بې کيفيته توکو له کبله د کورنيو تولیداتو بازار په ټپه ولاړ دی، ډېری مېرمنې نه شي کولای د خپلو هټيو کرایه ورکړي. دا مارکېټ اووه کاله مخکې پرانستل شو چې يوازې کورني صنايع به په کې پلورل کېدل، خو اوس د چينايي او پاکستاني ارزانه توکو له کبله د افغاني تولیداتو بازار کمرنګه دی.))
د دې مارکېټ د ۳۵ هټيو له ډلې اوس ۱۷تشې دي، په دې مارکېټ کې د يوې تړل شوې هټۍ مالکه مېرمن سادات وايي چې اوس په کور ناسته ده او کاروبار يې په ټپه ولاړ دی: ((له ماسره د ۱۵۰په شاوخوا کې کونډو مېرمنو کار کاوه، د دوی اوبدل شوې غالۍ به مې په دې مارکېټ کې پلورلې، بازار مو دومره سوړ شو چې نور مو د کرايې ورکولو توان نه درلود، له همدې کبله مې دوکان بند کړ، له دولت غواړو چې د بې کيفيته واردراتو چې زموږ کورنيو تولیداتو ته زیان رسوي مخه ونيسي.)) د هرات د والي ویاند جيلاني فرهاد وايي چې دوی د دې ستونزې د اواري هڅه کوي او د ښځو چارو له وزارت سره به چې د دې مارکېټ کرايه اخلي خبرې وکړي: ((د دې مارکېټ په ستونزې ولایتي اداره خبره ده، د ستونزې د اواري په اړه يې خبرې کړې دي، د ښځو چارو له وزارت سره په خبرو بوخت يو چې د هټيو کرايه يو څه راکمه کړي او هڅه کوو چې د مېرمنو د لاسي صنايعو لپاره بازار پیداکړو او بهرنيو هېوادونو ته يې صادر کړو.)) د کورنیو تولیداتو په برخه کې داسې مهال د ښځو پراخې ونډې ته پام ور اوړي چې په افغانستان کې ناامني، د برېښنا کموالی او د ځمکې نشت د پانګونې او صنعتي کاروبارونو پر وړاندې سترې ستونزې يادېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA