ads

په کندهار کې د نجونو ځانګړی ښوونځی جوړ شو

په کندهار ولایت کې د يوې مدني فعالې له لوري د لومړي ځل لپاره د نجونو يو ځانګړی خصوصي ښوونځی جوړ شو. د دغه ښوونځي چې عقيده نومېږي ټول زده کوونکي، ښوونکي او نور مامورين ښځينه دي.

نویسنده: sarwan
22 وری 1396
په کندهار کې د نجونو ځانګړی ښوونځی جوړ شو

په کندهار ولایت کې د يوې مدني فعالې له لوري د لومړي ځل لپاره د نجونو يو ځانګړی خصوصي ښوونځی جوړ شو. د دغه ښوونځي چې عقيده نومېږي ټول زده کوونکي، ښوونکي او نور مامورين ښځينه دي.
د عقيده ښوونځي په پرانيست غونډه کې د کندهار يو شمېر چارواکو، قومي مشرانو، د ولایتي شورا غړو او د دغه ښوونځي ښوونکو او زده کوونکو ګډون کړی وو.
په دې غونـډه کــې د عقـيـده ښـوونځي جوړوونکې پروانې زهير وويل، چې دا د ښځو ښوونځی ده او د ښځو له لوري د ښځو لپاره جــوړ شــوی دی. د نوموړې په خبره چې په دغــه ښوونځــي کې به له وړکتون نیولې تر دوولسم ټولګي زده کړې کېږي او ټولې کارکوونکــې بــه يــې ښځې وي: ((عقیده خصوصي ښوونځی لومړنی خصوصي ښوونځی دی چي په جنوب لودیځه حوزه کې د ښځو لخوا د ښځو لپاره جوړېږي، د دې ښوونځي ټول کارکوونکي ښځینه دي.))
اخــوا د کنــدهــار د ولايتــي شورا منشي خالدې احــمـدي د ولايتــي شورا له لوري د عقیده ښځینه ښوونځي مسوولینو ته د هر ډول مرستې ډاډ ورکړ او دا يې زده کړو ته د نجونو په وربللو کې يوه بريالۍ تجربه وبلله: ((زه په دې خور ډېره وياړم چې د ښځو لپاره يې ځانګړی ښوونځی جوړ کړ، زه د ولایتي شورا له ادرس د عقیده ښوونځي مسوولانو ته د هر ډول مرستې ډاډ ورکوم.))
له بل لوري د کندهار د علماوو شورا رئيس مولوي عبيدالله فیضاني غونډې ته وویل چې هره ښځه حق لري څو زده کړې وکړي، خو له نارينه وو بېل، په حجاب او پرده کې. مولوي فيضاني هم له مېرمن پروانه زهير مننه وکړه چې د ښځو لپاره يې ځانګړی ښوونځی جوړ کړی دی.
په همدې حال کې د کندهار د ښځو چارو رييسه رقيه اڅکزۍ وايي، دا يو ابتکار دی چې په کندهار کې د ښځو لپاره يو ځانګړی ښوونځی جوړېږي. نوموړې ټينګار کوي چې اوس به هغه کورنۍ هم خپلې لورګانې ښوونځي ته ولېږي چې تر دې وړاندې يې نه لېږلې او ټينګار يې دا و چې باید د نجونو په ښوونځيو کې ټولې ښوونکې او کارکوونکې ښځينه وي: ((زه پر ښځو او مدني فعالانو غږ کوم چې دغه ډول خپل ټول فعالیتونه ښکاره او څرګند ترسره کړي او نورو ته وښيي چې ښځې هم باشهامته، پیاوړې او د هر کار کولو وړتیا لري.))
د کندهار په ګډون د افغانستان په ډېری ولایتونو کې کورنۍ زړه نه ښه کوي، خپلې لورګانې داسې ښوونځیو ته ولېږي چې ښوونکي يې نارينه وي او د ټولو مضمونونو لپاره ښځينه ښوونکې نه موندل کېږي.
تر دې وړاندې کلید له پکتیکا هم راپور درلود چې ډېری کورنۍ له دې کبله ښوونځیو ته خپلې لورګانې نه لېږي چې هلته نارينه ښوونکي هم تدريس کوي. دوی د دغه ولایت له ولايتي چارواکو په یوه غونډه کې غوښتنه کړې وه چې په پکتيکا کې د ښځو يوې ځانګړې ليسه جوړه شي چې ټول ښوونکي، کارکوونکي او زده کوونکي يې ښځينه وي او د پکتيکا ولايتي چارواکو په ځانګړي ډول والي الياس وحدت ورسره ژمنه کړې چې دغه ډول يو ښوونځی به د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې جوړوي.
د ښوونيزو چارو د کارپوهانو په باور؛ په هر ډول چې وي افغان حکومت بايد د افغانستان په ټولو ولایتونو او سيمو کې د نجونو د زده کړو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي او هغه ډول يې چې افغان کورنۍ هیله لري، زمينه برابره کړي.
دوی زياتوي، د ټولنې د باسواده کولو لپاره د نارينه وو تر څنګ د ښځو زدهکړې هم خورا مهمې دي او کله چې نجونې باسواده کېږي، نسلونه نسلونه باسواده کولای شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA