ads

مبین وصال او د جانان غم

ځـوان سنــدرغــاړی مبيــن وصــال، د مشـهـــور رباب غږوونکي محمدحسين زوی دی چې په ۱۳۵۵لمريز کال د لوګر ولایت د محمد اغې ولسوالۍ په دينو کلي کې زېږېدلی دی.

نویسنده: sarwan
22 وری 1396
مبین وصال او د جانان غم

ځـوان سنــدرغــاړی مبيــن وصــال، د مشـهـــور رباب غږوونکي محمدحسين زوی دی چې په ۱۳۵۵لمريز کال د لوګر ولایت د محمد اغې ولسوالۍ په دهنو کلي کې زېږېدلی دی.
وصال تر دوولسم ټولګي پورې زده کړې کړې دي، خو د ځينو ستونزو له کبله ترې پاتې شوې او اوس هوډ لري چې کوم پوهنتون کې لوړې زده کړې بشپړې کړي.
وصال د ډېرو نورو سندرغاړو په خلاف چې په لومړيو کې کورنۍ سندرو ويلو ته نه دي پرېښي، خپلې کورنۍ سندرو ويلو ته هڅولی دی: ((څه زما له موسيقي سره مينه وه او څه هم خپلې کورنۍ وهڅولم، کورنۍ مې زما په هنرمند کېدو کې بشپړه ونډه لري، که د دوی هڅونه نه وای نن به سندرغاړی نه وم.))
د وصال پلار او ترونه هم هنرمندان تېر شوي دي او پلار يې د رباب ښه استاد تېر شوی دی، هغه د خپل پلار په اړه وايي: ((پلار مې د رباب پېژندل شوی استاد تېر شوی دی، خو اوس رباب نه غږوي، هغه هم رباب له خپل پلار زما له نيکه زدهکړی و، زموږ کورنۍ ټول سندرغاړي تېر شوي دي.))
وصال تر اوسه د څلوېښتو په شاوخوا کې سندرې ويلې دي، هغه وايي د سندرو له ډلې يې غزل ويل ډېر خوښېږي: ((غزل مې ډېر خوښېږي، هم دا چې خپله يې ووايم او هم دا چې له نورو يې واورم.))
نوموړی زیاتوي چې خپلې ټولې سندرې يې خوښې دي او د (جانان غم) سندره يې ډېره مشهوره شوه: ((په ټولو سندرو مې زحمت ايستلی له همدې کبله مې ټولې سندرې خوښېږي، زما خپله او زما د مينه والو د (جانان غم) په نوم سندره ډېره خوښه ده. همدا سندره وه چې زه يې په خلکو وپېژندم او ټپيزې مې هم ډېر اورېدونکي لري.))
مبين وايي چې ډېر وخت يې په اراکوزيا راډيو کې د چنار خپرونه او شمشاد کې هم نورې هنري خپرونې چلولې دي او له دې سره ډېره مينه لري چې د رسنيو په هنري خپرونو کې کار وکړي او له خلکو سره نېغ په نېغه په اړيکه کې وي.
بله دا چې هر سندرغاړی او هنرمند د زدهکړې لپاره يوه استاد او لارښود ته اړتیا لري، مبين وايي چې د هنر په برخه کې يې لومړني ښوونکي خپل پلار او ترونه وو او د دوی تر څنګ يې له ماسټر سیداګل مینا او استاد رسول نيکيار ډېر څه زده کړي دي: ((له خپل پلار او ترونو ډېر منندوی يم چې ماته يې په دې برخه کې ډېر څه راوښودل، تر څنګ يې د ماسټر سيداګل مينا او استاد رسول نيکيار هم ډېر منندوی يم چې ډېر څه يې رازده کړل، کار ته يې وهڅولم، ماته يې زړه راکړ چې هنرمند کېدای شم.))
وصال وايي چې د هنر او سندرو ويلو تر څنګ له پخلي سره هم ډېره مينه لري او کله کله په کور کې پخلی هم کوي، وريجې ښې پخولی شي او د خوښې خواړه يې دي: ((کور کې پخلی کوم، وريجې ښې پخوم، هر سهار سپورت کوم، کرکټ او واليبال مې د خوښې لوبې دي، خو له بده مرغه چې د دې لوبو کولو ته وخت نه لرم.))
وصال اته کاله وړاندې واده کړی دی او اولادونه يې هم په زدهکړو بوخت دي: ((اولادونه مې اوس مهال په زدهکړو بوخت دي کله چې لوی شي خپله خوښه يې ده چې هنرمند کېږي او که ځان ته بل مسلک غوره کوي، ځکه چې هنر د مينې کار دی.))
وصال وايي چې په راتلونکي کې به خپلو مينه والو ته څو په زړه پورې سندرې چې اوس مهال پرې کار کوي وړاندې کړي او د هنر تر څنګ د موټرو د پير او پلور په کارونو هم بوخت دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA