ads

زنداني ښځې عدالت غواړي

په افغانستان کې اوس مهال هم ګڼې ښځې په زندانونو کې له نارینهوو بېلې له خپلو ماشومانو سره ساتل کېږي، د دوی ځینې په لنډ او ځینې بیا په اوږد مهاله بند محکومې دي.د کابل بادام باغ په ښځینه زندان کې ښځې په بېلا بېلو جرمونو بندیانې دي، د هرې یوې له اوښکو ډکې سترګې بېله کیسه بیانوي.په دغه زندان کې د ښځينه زندانيانو څلوېښت کلنه ساتونكې وایي، ښځو بېلابېل جرمونه ترسره کړي، له قتل رانيولې تر جنسي اړيکو، په ډول ډول تورونو بنديانې دي، ځينې يې ماشومان لري خو د ځينو نورو ماشومان په همدې زندان کې دنیا ته راغلي دي.هغې یوې ښځې ته چې ۳۵ کلنه ښکارېده اشاره وکړه او ويې ويل، دا ښځه شپږ ماشومان لري وروستی ماشوم یې همدلته په زندان کې همدا څو میاشتې وړاندې وزېږېد، د خپل لېور د وژلو په تور نيول شوې، ځکه لېور يې غوښتل له هغې جنسي ګټه پورته کړي.د مرکز کابل او ولایتونو زنداني ښځې د ځانګړو ورځو لکه د مارچ اتمې يا نوي کال ورځو ته سترګې په لاره وي چې د دغه ورځو په مناسبت د جمهور رييس فرمانونه صادر شي او د بند په موده کې يې تخفيف راشي.

نویسنده: sarwan
22 وری 1396

په ۱۳۹۵ لمريز كال كې هم جمهور ریس اشرف غني د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د زندانیانو د حبس په موده کې د تخفیف او بښنې فرمان صادر کړ.
د دې فرمان پر اساس هغه نجونې چې په کم سن کې په پنځه کاله بند محکومې شوې، هغه ښځې چې تر شپږو کلونو د زندان په حبس محکومې دي او همدارنګه هغه نارینه زندانیان چې عمرونه یې کم وي او یا په څلورو کلونو بند محکوم شوي وي، ورته تخفیف ورکول کېږي او له زندانونو خلاصېږي.همدارنګه په دې فرمان کې د هغو ښځو لپاره چې د بند موده یې له شپږو کلونو زیاته ده او شېدې خوړونكی ماشوم لري یا هغه ښځینه او نارینه زندانیان چې عمرونه یې لوړ وي او په صعب العلاجه ناروغۍ اخته وي، د بند په موده کې يې تخفیف راوړل کېږي.
جمهور ريیس غني تل په خپلو خبرو کې ټينګار کړی چې د ملي يووالي حکومت د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي او تعصب له منځه وړلو ته ژمن دى.له بل لوري اجرائيه رييس عبدالله عبدالله وايي، د حکومتي او غير حکومتي ادارو مشران دې هڅه وکړي، چې د ښځو په وړاندې له زور زياتي او توپيري چلند سره مبارزه وکړي: ((که څوک له ښځو سره په توپيري چلند او زور زياتي تورن شي، تر ټولو سخته سزا به وويني.))په کابل کې د ښځو فعاله زهرا یګانه وايي، که د افغان ښځو ستونزو ته د کال ټولې ورځې هم ورکړل شي، نو بیا هم کمې دي: ((زه وایم که چېرې چارواکي په ګډه، د افغان ښځو پر ستونزو وغږېږي، د دې ستونزو د کمولو لپاره هلې ځلې وکړي، نو باور لرم چې ګټور ثابتېږي.))
له بل لوري بيا په ښځینه زندانونو کې ښځې لوړپوړي چاوراکي په بې عدالتۍ تورنوي او وایي چې ډېر کله لوړ پوري چارواکي په ځانګړي ډول جمهور رییس په خپلو فرمانونو کې ښځينه زندانیانو ته کمه پاملرنه کوي.
پلوشه چې په هرات کې په پنځه کاله او شپږ میاشتې بند محکومه شوې وایي، هېڅکله د جمهور ریيس په فرمانونو کې دې ته پام نه دی شوی. هغه زیاتوي، دلته ډېری بندیانې ښځې د واسطې او پیسو له لارې له زندانه خلاصېږي: ((د جمهور رییس فرمانونو ته ټول کال په تمه يو، خو کله چې فرمان صادر شي، بیا معلوم نه وي چې څوک له زندانه خوشي کېږي، اصلاً دوسیې په عادلانه توګه نه څېړل کېږي.))که څه هم د ښځو چارو وزارت وايي چې د یاد فرمان له مخې به د زنداني شوو ښځو دوسیې په دقیق ډول وڅېړل شي، خو په کابل سربېره په ولایتونو کې ښځينه زندانیانې وایي، دوسیو ته یې په سمه او عادلانه توګه پام نه دی شوی او کلونه کلونه کېږي چې په زندانونو کې له خپلو ماشومانو سره ژوند کوي. د کابل په بادام باغ ښځینه زندان کې یوه ښځه چې نه غواړي، نوم یې واخیستل شي د خپلو سختو ورځو په اړه وايي: ((زه په خپله دا دي پنځه کاله کېږي، په دې زندان کې سختې شپې او ورځې تېروم، څلور ماشومان مې هم راسره دي، نه یوازې زه بلکې زما ماشومانو ته رواني ستونزې پیدا شوې دي، خو څوک ورته پام نه کوي، داسې څوک نشته چې زما دوسیه وګوري او پر حال مې زړه وسوځوي.))
د قانون له مخې، د زنداني ښځو ماشومانو ته بايد د زندان دننه د زدهکړو زمينه برابره شي، خو ښځینه زندانیانې وایي، دې برخې ته د حکومت له لوري تر يوې کچې پام شوی، خو هومره نه چې باید وشي.
مروه د کابل بادام باغ ښځینه زندان یوه زنداني ده، هغه د خپلو ماشومانو دردناکه کیسه داسې بیانوي: ((دوه ماشومان مې راسره وو، چې دغه زندان ته راغلم، د شپې مې د ويده کېدو ځای نه درلود، د ماشومانو د زدهکړو خبره خو پر ځای پرېږده، څو ورځې وړاندې مې خاوند راغی او ماشومان يې ورسره بوتلل، که څه هم پوهېږم چې له ماشومانو پرته مې ګذاره نه شم کولای خو دلته شرايط دومره سخت وو چې اړه شوم، دوی له خپل پلار سره ولېږم، ډېر مې پسې وژړل اوس نه پوهېږم څنګه دي؟))په افغانستان کې ډېر کله د زندانیانو د دوسیو د څېړلو او عفوې فرمانونو د پلي کولو پر بهیر نيوکې کېږي، خو دا چې ولې تر دې مهاله هم دغه نيوکې نه دي اورېدل شوې او د وضعیت ښه کېدو ته پام نه دی شوی بې ځوابه پوښتنه ده. په کابل کې د ښځو فعاله زهره يګانه وايي، فرمانونه صادر شوي، خو وروسته يې د پلي کېدو له بهیر څارنه نه ده شوې: ((په ټوليز ډول په افغانستان کې د ښځو وضعیت د اندېښنې وړ دی، خو حکومتي چارواکي د لویو غونډو او محفلونو په جوړولو سره غواړي پر دغو ستونزو پرده واچوي.))
له بل لوري د ښځینه زندانونو چارواکي او د ښځو د حقونو ملاتړې ادارې وایي، هغه ښځې چې وروسته ترې جرمونه شوي، لومړی خپله دوی په کورنیو کې له تاوتريخوالو سره مخ شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA