ads

د پکتیا په لرې پرتو ولسوالیو کې کتابتونونه جوړېږي

که څه هم تر دې مهاله په هېواد کې د کتاب لوستلو فرهنګ په هغه ډول نه دی دود شوی چې اړتیا يې ده، خو وطنپال زلمي بنسټ غواړي، د پکتیا په ټولو لرې پرتو ولسوالیو کې کتابتونونه پرانېزي او ځوانان کتاب لوستلو ته راوبولي.

نویسنده: sarwan
22 وری 1396
د پکتیا په لرې پرتو ولسوالیو کې کتابتونونه جوړېږي

که څه هم تر دې مهاله په هېواد کې د کتاب لوستلو فرهنګ په هغه ډول نه دی دود شوی چې اړتیا يې ده، خو وطنپال زلمي بنسټ غواړي، د پکتیا په ټولو لرې پرتو ولسوالیو کې کتابتونونه پرانېزي او ځوانان کتاب لوستلو ته راوبولي.
د دغه بنسټ غړي وايي، د ښارونو په پرتله په ولسوالیو کې د کتاب تر لاسه کول ستونزمن دي، له همدې کبله یې وغوښتل، چې په لرې پرتو ولسوالیو کې عامه کتابتونونه پرانېزي او ځوانان کتاب لوستلو ته راوبولي. د دغه بنسټ مشر منور اندیال کلید ته وویل، د ولسوالیو د اوسېدونکو اقتصادي حالت ته په پام سره یې دغه پرېکړه کړې ده: ((د پکتیا په ټولو ولسوالیو کې کتابتونونه جوړوو، څو د ولسوالیو هغه ځوانانو او د علم مینوالو ته، چې د کتابتونونو د نشت یا بې وزلۍ له کبله کتاب ته لاسرسی نه لري؛ کتابونه ورسېږي.))
نوموړي وویل، تر دې مهاله یې په درېیو ولسوالیو کې کتابتونونه پرانيستي او هر څوک ترې استفاده کولای شي: ((موږ تر دې مهاله په څمکنیو، ډنډ پټان او میرزکې ولسوالیو کې عامه کتابتونونه پرانيستي دي او ډېر ژر به ورته کتابتونونه په نورو ولسوالیو کې هم پرانيستل شي.))
د اندیال په خبره، خپلو امکاناتو ته په کتو غواړي، دا کتابتونونه لا غني کړي او دا لړۍ د هېواد نورو ولایتونو ته هم وغځوي، څو په ټولنه کې، د کتاب لوستنې او مطالعې فرهنګ عام شي.
له بل لوري د مطالعې او کتاب مینوال خوښي ښیي، چې د ولایت په لرې پرتو ولسوالیو کې د مطالعې او کتاب لوستلو زمینه برابرېږي. نصیر غورځنګ په زمزم پوهنتون کې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصـل دی. نـومـوړی وایي؛ کتاب د ټولنې د عامه ذهنیت په جوړېدو کې مهم رول لري او خوښ دی چې په لرې پرتو ولسوالیو کې د کتاب لوستلو زمینه برابرېږي: ((بدبختانه چې تر دې مهاله زموږ لرې پرتې ولسوالۍ د تعلیم له نعمت څخه تر ډېره بې برخې دي، حتــا د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې ورته نه دي برابرې شوې، خو دا د خوښۍ ځای دی چې داسې بنسټونه هم پیدا کېږي، چې د کتاب لوستلو د فرهنګ د عامېدو هڅه کوي.))
نصیر غورځنګ وایي، په کار ده چې دا ډول عامه کتابتونونه د سیمې جغرافیایي موقعیت ته په کتو جوړ شي: ((موږ په ولسوالیو کې هم د کتاب لوستونکي لرو، خو دوی اکثراً د اقتصادي او امنیتي ستونزو سره مخ دي نو پکاره ده، چې دا عامه کتابتونونه په داسې ځای کې جوړ شي، چې د سیمې ټول اوسېدونکي او د کتاب مینوال ورته لاسرسی ولري.))
په پکتیا ولایت کې د کتاب لوستلو فرهنګ د عامېدو لپاره دا یوازينۍ هڅې نه دي، بلکې په دغه ولایت کې تر دې وړاندې يو شمېر مدني بنسټونو او سياسي ګوندونو د دغه فرهنګ د عامېدو لپاره ورکشاپونه جوړ کړي دي.
که څه هم په دغه ولایت کې د يو شمېر خصوصي بنسټونو له لوري د کتابتونونو د جوړولو او د کتاب لوستلو فرهنګ د دودېدو هڅې شوې دي، خو د دغه ولایت اوسېدونکي د اطلاعاتو او فرهنګ په رياست نيوکه کوي چې د دغه ادارې په چوکاټ کې دولتي کتابتونونه فعال نه دي او یوازې سمبوليکه بڼه لري.
دوی د دغه رياست له چارواکو غواړي چې دولتي کتابتونونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي، نوي کتابونه ورته راوړي او د خلکو د مطالعې لپاره يې چمتو کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA