ads

كاپيسا: تېرو درېيو مياشتو كې له ۲۰۰ زياتو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کاپيسا امنيتي چارواکي وايي، چې د دې ولايت په تګاب ولسوالۍ كې له تېرو درېيو مياشتو راهيسې د امنيتي ځواكونو له خوا د غبار اووه په نوم پيل شوي عمليات تر دې دمه دوام لري.

نویسنده: sarwan
21 وری 1396
كاپيسا: تېرو درېيو مياشتو كې له ۲۰۰ زياتو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کاپيسا امنيتي چارواکي وايي، چې د دې ولايت په تګاب ولسوالۍ كې له تېرو درېيو مياشتو راهيسې د امنيتي ځواكونو له خوا د غبار اووه په نوم پيل شوي عمليات تر دې دمه دوام لري.
د دوى په خبره، په دې عملياتو كې له ۲۰۰ زياتو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او ګڼې سيمې د هغوى له شتونه پاكې شوې دي.
د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي كليد ته وويل، چې وژل شوو او ټپيانو كې د طالبانو ځينې مهم كسان هم شامل دي.
د هغه په وينا، څو اونۍ وړاندې د طالبانو مرستيال والي هم د يادو عملياتو په ترڅ کې له ۹ تنو سره ووژل شو.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA