په ننګرهار ولايت كې د شين کيوکېشن کان کراټې ملي لوبډلې ټاکنيزې سيالۍ د اوو ولايتونو او په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د اتيا لوبغاړو په ګډون ترسره شوې.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې د شين کيوکېشن کان کراټې فدراسيون د رئيس محبوب سروري له قوله راغلي، چې يادې سيالۍ په کال کې يو ځل د کراټې ملي لوبډلې د غوره لوبغاړو د ګومارلو په هدف ترسره کېږي.
د نوموړي په خبره، په دې سياليو کې د هېواد د اوو ولايتونو پر ورزشکارانو سربېره په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو يوې لوبډلې ګډون کړى و.
د دغو سياليو په پاى کې غوره لوبغاړو ته کپونه، مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.