امنيتي چارواکي وايي، په کندهار ښار کې افغان ځانګړو ځواکونو د داعش ډلې د جلب او جذب مسوول نيولى دى.
د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضيا دراني کلید ته وويل، چې د ياد کس د نيولو لپاره يې تېره شپه افغان امنيتي ځواکونو د کندهار ښار په اتمه امنتي حوزه کې ځانګړي عمليات ترسره کړي دي.
درانی د هغه د نيولو خبر تايیدوي خو د نوم په اړه يې ناخبري ښيي او وايي، چې اوس مهال ترې د پوليسو پوښتنې او ګروېږنې روانې دي.
د دراني په خبره، له ياد کس نه به وروسته معلومه شي، چې ده نور څه ډول فعاليتونه ترسره کول.
که څه هم له تېرو دوو کلونو راهیسې د جنوبي ولایتونو هلمند، زابل او اروزګان څخه داعش وسله والې ډلې د حضور راپورونه خپرېږي، خو دا لومړی ځل دی چې په کندهار کې چارواکي د داعش ډلې سره په تړاوو د یوه کس د نیول کېدو خبره کوي.