ads

د ښوونکو نامعلوم ښارګوټي

په داسې حال کې چې د پوهنې وزارت ادعا کوي، له ۱۳۸۸ لمريز کال تر ۱۳۹۱ کال پورې يې په ۲۵ ولایتونو کې ۸۰ زره جريبه ځمکه ښوونکو ته وېشلې ده، خو د کلید ګروپ موندنې ښيي چې په ولایتونو کې ښوونکو ته ۶۸۱۴ جريبه ځمکه چې ۹۹۷۷ استوګنيزې نومرې کېږي، وېشل شوې او د دې تر څنګ په کابل کې د ښوونکو لپاره شاوخوا ۴ زره جريبه ځمکه ځانګړې شوې، خو د کابل د پوهنې رياست چارواکي نه پوهېږي چې څومره يې ښوونکو ته وېشل شوې او څومره نه.

نویسنده: sarwan
19 وری 1396
د ښوونکو نامعلوم ښارګوټي

په داسې حال کې چې د پوهنې وزارت ادعا کوي، له ۱۳۸۸ لمريز کال تر ۱۳۹۱ کال پورې يې په ۲۵ ولایتونو کې ۸۰ زره جريبه ځمکه ښوونکو ته وېشلې ده، خو د کلید ګروپ موندنې ښيي چې په ولایتونو کې ښوونکو ته ۶۸۱۴ جريبه ځمکه چې ۹۹۷۷ استوګنيزې نومرې کېږي، وېشل شوې او د دې تر څنګ په کابل کې د ښوونکو لپاره شاوخوا ۴ زره جريبه ځمکه ځانګړې شوې، خو د کابل د پوهنې رياست چارواکي نه پوهېږي چې څومره يې ښوونکو ته وېشل شوې او څومره نه.
کلید ګروپ په ۲۹ ولایتونو کې د پوهنې ریاستونو له چارواکو سره مرکې کړې دي او دا یې موندلې چې په کابل، سمنګان، لغمان، میدان وردګ، جوزجان، هلمند، هرات، فراه، خوست، نیمروز، اروزګان، کندهار، کاپیسا، بامیان، بدخشان او فاریاب ولایتونو کې یوازې ۶۸۱۴ جریبه ځمکه د پوهنې وزارت له لوري په ښوونکو ویشل شوې ده.
دغه راز لوګر، غور، سرپل، بادغیس، نورستان، فاریاب، دایکندي، کنړ، پنجشیر، بغلان، پکتیا، پکتیکا او غزني هغه ولایتونه دي چې تر دې مهاله پکې ښوونکو ته یوه استوګنیزه نمره هم نه ده وېشل شوې. په دې ولایتونو کې د ځمکو د نه وېشل کیدو علتونه د ځمکو غصب، نا امني، د ښوونکو له استوګنيزو سيمو د ځانګړو شوو ښارګوټو لرې والی، د سيمې د خلکو له لوري په ټاکل شوو ځمکو کې د ښوونکو د ښارګوټو له جوړولو سره مخالفت، په ولایتونو کې د ښوونکو د ښارګوټو لپاره د ځمکو نشتوالی او داسې نور ښودل شوي دي.
دغه موندنې ښيي چې غور، لغمان، میدان وردګ، هلمند، سمنګان، دایکندي، بامیان، کندهار، کاپیسا، پکتیا او خوست هغه ولایتونه دي چې د ښوونکو د ښارګوټو لپاره د ځانګړو شوو ځمکو ۶۵۵۸ جریبه ځمکې پکې د زورواکانو، حکومتي چارواکو او ځایي خلکو لخوا غصب شوې دي.

وېشل شوې ځمکې
د کور او ښار جوړولو وزارت د شمېرو له مخې د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۱۰۱ ښارګوټي (په ۴۹۵۸۲ جریبه ځمکه څه باندې ۹۰زره استوګنیزې نمرې) جوړېږي چې له دې ښارګوټو ۷۰ یې په رسمي ډول د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري په ۲۵ ولایتونو کې خط کشي شوي او د پوهنې وزارت په واک کې ورکړل شوي دي. د کور او ښار جوړولو وزارت ویانده نیلوفر لنګر وایي: ((د کور او ښار جوړولو وزارت دنده د ښارګوټو نقشه کول او ويزه ورکول دي، د ځمکو انتخاب د پوهنې وزارت دنده ده، له هغه وروسته چې د ځمکې خط کشي ترسره شي، د پوهنې وزارت په واک کې ورکول کېږي.)) په داسې حال کې چې تر دې مهاله د کور او ښارجوړولو وزارت له لوري یوازې ۴۹۵۸۲ جریبه ځمکه د پوهنې وزارت په واک کې ورکړل شوې، خو د پوهنې وزارت ویاند مجیب مهرداد ادعا کوي چې دغه وزارت ۸۰۰۰۰ جریبه ځمکه د ښوونکو په واک کې ورکړې ده: ((له ۱۳۸۸ کال تر ۱۳۹۱ کال پورې ۸۰ زره جریبه ځمکه وېشل شوې ده او له ۱۳۹۲ راهيسې نوره ۱۲۳۸۸ استوګنیزې نمرې هم د ښوونکو په واک کې ورکړل شوي دي.)) د کلید ګروپ د موندنو له مخې په کابل، سمنګان، لغمان، میدان وردګ، جوزجان، هلمند، هرات، فراه، خوست، نیمروز، اروزګان، کندهار، کاپیسا، بامیان، بدخشان او فاریاب ولایتونو کې د پوهنې وزارت یوازې ۶۸۱۴ جریبه ځمکه په ښوونکو ویشلې شوې ده.

سمنگان
په سمنګان ولایت کې د ښوونکو د ۵۲۳ جریبه ځمکې څخه یوازې ۳۱۵ استوګنیزې نمرې په ښوونکو وېشل شوې دي. د دغه ولایت د املاکو مدیر حمیدالله وایي: ((په سمنګان ولایت کې د ښوونکو لپاره درې ښارګوټي جوړیږي چې د پاتې استوګنیزو نمرو د وېش لړۍ به یې په نږدې وختونو کې پیل شي.))

لغمان
په لغمان ولایت کې د درېیو ښارګوټو له ډلې یوازې د یوه ښارګوټي یوه اندازه ځمکه وېشل شوې. د دغه ولایت د پوهنې رییس اسدالله رویا وایي: ((یوازې په مرکز کې د یوه ښارګوټي ځمکې په ښوونکو وېشل شوې دي او ښوونکو ودانۍ هم پکې جوړې کړې دي.))

اروزګان
په اروزګان ولایت کې له ۴۰۰ استوګنیزو نمرو یوازې د ۲۵۱ استوګنیزو نمرو موقتي اسناد ښوونکو ته سپارل شوي دي. د دغه ولایت د املاکو مدیر محمد حنیف همکار وایي: ((په اروزګان ولایت کې یو ښارګوټی د ښوونکو لپاره په ۲۰۰جریبه ځمکه کې جوړېږي چې د دغه یوه اندازه ځمکو موقتي اسناد ښوونکو ته وېشل شوي او پاتې ځمکې به هم ښوونکو ته ووېشل شي.))

کندهار
په کندهار ولایت کې پر ۸۶۱۰ جریبه ځمکه پنځه ښارګوټي جوړېږي، خو د دغه پنځو ښارګوټو له ډلې یوازې د دامان او ارغنداب ښارګوټو له ۳ زره جریبه ځمکې چې ۴۵۴۹ استوګنیزې نمرې کېږي ۲۵۴۰ نمرې وېشل شوې، خو پاتې ۲۲۲۰ استوګنیزې نمرې لا هم ناوېشلې پاتې دي. د دغه ولایت د پوهنې ریاست ویاند صمیم صمیمي وایي: ((په کندهار ولایت کې چې د پوهنې وزارت له لوري کومې ځمکې د ښوونکو لپاره ځانګړې شوې دي، له مرکز څخه په ډېر واټن واقع دي او ښوونکي زړه نه ښه کوي چې یادې ځمکې تر لاسه کړي.))

وردګ
په وردګ ولایت کې د ۲زره جریبه ځمکې له ډلې په مرکز میدان ښار کې یوازې ۱۴۷ استوګنیزې نمرې وېشل شوې دي. د دغه ولایت د پوهنې رییس فضل الرحمن طارق وایي: ((په وردګ ولایت کې دوه ښارګوټي چې ۱۴۷ نمرې کیږي، په ښوونکو وېشل شوې دي او د سیداباد ولسوالۍ د ښوونکو د ښارګوټو نقشې هم د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري وروستۍ شوې دي او په نږدې راتلونکي کې به یې د وېش لړۍ پیل شي.))

نیمروز
په نیمروز ولایت کې د ۱۳زره جریبه ځمکې له ډلې یوازې د ۷سوه استوګنیزو نمرو موقتي اسناد ښوونکو ته ورکړل شوي دي. د دغه ولایت د پوهنې رییس عبدالوحید حکمت وایي: ((په نیمروز ولایت کې څلور ښارګوټي د ښوونکو لپاره جوړېږي چې له دې ډلې یوازې په مرکز زرنج کې د ښارګوټي د ځمکو وېش پیل شوی دی.))

جوزجان
د جوزجان ولایت د پوهنې ریاست د شمېرو له مخې په دغه ولایت کې د ۶۴۶۷ استوګنیزو نمرو له منځه ۲۹۰۱ نمرې په ښوونکو وېشل شوې دي. د دغه ولایت د پوهنې رییس عبدالحی یشین وایي: ((د پوهنې وزارت د شبرغان خواجه دوکوه په لاره ۵۰۰ جریبه ځمکه لري چې تر دې مهاله په ښوونکو نه ده وېشل شوې او هر وخت چې اړتیا ولیدل شي، په ښوونکو به ووېشل شي.))

خوست
په خوست ولایت کې د ۴۰۰ جریبه ځمکې له ډلې یوازې ۱۲۰ جریبه یې چې ۲۷۵ استوګنيزې نمرې کېږي، په ښوونکو وېشل شوې. د خوست ولایت د پوهنې رییس بخت نور بختیار وایي: ((هغه ځمکې چې په ښوونکو وېشل شوې دي، ودانیزې چارې پکې روانې دي او هغه ځمکې چې غصب شوې دي، د بېرته راګرځولو هڅه يې کوو، کله مو چې ترلاسه کړې، په ښوونکو يې وېشو.))

فراه
په فراه ولایت کې د ښوونکو له ۲۱۲۰ جریبه ځمکې یوازې د دغه ولایت په مرکز کې ۹۲۰ جریبه ځمکه چې ۱۷۰۰ استوګنيزې نمرې کېږي، وېشل شوې. د دغه ولایت د املاکو مدیر حاجي بشیر وایي: ((په لسو ولسوالیو کې ۹۲۰ جریبه ځمکه لرو چې هرې ولسوالۍ ته یې خپل خپل سهمونه ورکول کیږي، اوس د ځمکو د تثبیت کار روان دی، کله چې ځمکې تثبیت شي، وېش به يې پیل شي.))

کاپیسا
په کاپیسا ولایت کې د ښوونکو لپاره په ټوله ۱۱۵۱ جریبه ځانګړې شوې ځمکه څلور ښارګوټي جوړېږي چې د دغه ښارګوټو له ډلې یوازې د نجراب په ولسوالۍ کې د ۲۵۷ جریبه ځمکې له ډلې چې په ټوليز ډول ۶۸۴ استوګنیزې نمرې کیږي ۵۷۸ نمرې په ښوونکو وېشل شوې دي. د دغه ولایت د املاکو مدیر محمدالدین وایي: ((په اله سای، تګاب او ځینو نورو ولسوالیو کې د امنیتي ستونزو له کبله، مونږ نه یو توانېدلي چې ښوونکو ته ځمکې ووېشو.))

بدخشان
د بدخشان ولایت په اشکاشم ولسوالۍ کې د ښوونکو د ښارګوټو لپاره ۲۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوې او د دغه ځمکې یوه اندازه یې په ښوونکو وېشل شوې، خو د بدخشان ولایت په نورو ولسوالیو کې داسې ځمکې نه شته چې ښوونکو ته ووېشل شي. د دغه ولایت د پوهنې ریاست مشر انتظامي وایي: ((د دغه ولایت په اشکاشم ولسوالۍ کې ښوونکو ته ځمکې ویشل شوې دي، خو هلته د ښوونکو له لوري د رغونې کارونه نه دي پیل شوي.))

بامیان
په بامیان ولایت کې د ښوونکو لپاره ۴۸۰ جریبه ځمکه بېله شوې ده او پنځه ښارګوټي جوړېږي. له دې ځمکې یوازې ۳۷۰ استوګنیزې نمرې په ښوونکو وېشل شوې دي. د دغه ولایت د پوهنې ریاست سرپرست محمد ایوب امیري وایي: ((په بامیانو ولایت کې ښوونکو ته په ډېرو لرې پرتو سیمو کې ځمکې په نظر کې نیول شوې دي او دوی نه حاضرېږي چې په لرې پرتو سیمو کې ځمکې واخلي او دا د دې سبب شوی چې په بامیانو ولایت کې د ښوونکو ځمکې له وېش پاتې شي.))
هرات، هلمند او کابل هغه ولایتونه دي چې د ښوونکو لپاره پکې ځمکې وېشل شوې دي، خو د دغه ولایتونو د پوهنې ریاستونو چارواکي په دقیق ډول نه پوهېږي چې هلته څو جریبه ځمکه ښوونکو ته وېشل شوې او څو جریبه لا هم ناوېشلې پاتې ده.

غصب شوې ځمکې
په تېره يوه نيمه لسيزه کې په افغانستان کې د دولتي ځمکو غصب يوه ستره ننګونه يادېږي. په دې لړ کې په یو شمېر ولایتونو کې د ښوونکو ښارګوټي هم غصب شوي دي. د کلید ګروپ موندنې ښیي چې کندهار، غور، سمنګان، کاپیسا، لغمان، وردګ، هلمند، دایکندي، بامیان، پکتیا او خوست هغه ولایتونه دي چې د ښوونکو د ښارګوټو لپاره د ځانګړو شوو ځمکو ۶۵۵۸ جریبه يې د زورواکانو، حکومتي چارواکو او ځایي خلکو لخوا غصب شوې دي.

کندهار
د کلید ګروپ د موندنو له مخې د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې لږ تر لږه ۴ زره جریبه ځمکه غصب شوې ده. د دغه ولایت د پوهنې ریاست ویاند صمیم وایي: ((په بولدک، پنجوایي او تخته پل ولسوالیو کې ځمکې زمونږ په واک کې نه دي، له مرکز څخه يو پلاوی راځي، موږ ته ځمکې تثبيتوي او بیا پرې قرعه کشي کېږي.))

غور
په غور ولایت کې د ښوونکو د ښارګوټو لپاره ټوله ۱۵۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوې وه، خو په بشپړ ډول غصب شوې. د دغه ولایت د پوهنې رییس صبغت الله اکبري وایي: ((په غور ولایت کې د ښوونکو لپاره ځانګړې ځمکه په مکمله توګه د زورواکانو له لوري غصب شوې ده.))

سمنګان
په سمنګانو ولایت کې ۱۵۰جریبه ځمکه غصب شوې ده، د دغه ولایت د املاکو مدیر حمیدالله وایي: ((په جګه بانډه سیمه کې د پوهنې وزارت ۲۰۰ جریبه ځمکه موجوده ده چې ۱۵۰ جریبه یې د زورواکانو له لوري غصب شوې ده.))

کاپیسا
په کاپیسا ولایت کې د ښوونکو لپاره د ځانکړې شوې ځمکې له منځه ۸۹۴ جریبه يې د سيمې د خلکو له لوري د شخصي ملکیتونو په نوم غصب شوې. د دغه ولایت د پوهنې ریاست د املاکو مدیر محمدالدین وایي: ((په دغه ولایت کې د شوخیو د خلکو له لوري د ښوونکو لپاره په ځانګړې شوې ځمکه دعوا وشوه چې دا زمونږ ملکیت دی او تر دې مهاله د پوهنې ریاست نه دی توانیدلی چې دا ځمکې بېرته را وګرځوي.))

لغمان
په لغمان ولایت کې ۲۵۰ جریبه ځمکه غصب شوې ده. د لغمان ولایت د پوهنې ریاست مشر اسدالله رویا وایي: ((د دغه ولایت په علیشنګ او الینګار ولسوالیو کې ۲۵۰جریبه ځمکې د کوچیانو، ځایي خلکو او نورو کسانو له لوري غصب شوې دي.))

وردګ
په میدان وردګ ولایت کې څه باندې ۵۰ جریبه ځمکه غصب شوې. د یاد ولایت د پوهنې ریاست مشر فضل الرحمن طارق وایي: ((د دغه ولایت د سیداباد ولسوالۍ د ټوپ په دښته کې پنځوس سيمې د زورواکانو او ځایي خلکو له لوري غصب شوې دي.))

دایکندي
په دایکندي ولایت کې ۴۸۴ جریبه ځمکه د څړځایونو په نوم غصب شوې ده. د دغه ولایت د پوهنې ریاست مشر محمد علي واثق وایي: ((په دایکندي ولایت کې د یو شمېر ټولنیزو ستونزو له کبله په دغه ولایت کې د ښوونکو لپاره ځانګړې شوې ځمکه د ځایي اوسېدونکو له لوري، د دوی د څړځایونو په نوم غصب شوې ده.))

خوست
په خوست ولایت کې ۳۰۰ جریبه ځمکه غصب شوې ده. د دغه ولایت د پوهنې رییس بخت نور بختیار وایي: ((په دغه ولایت کې ۳سوه جریبه ځمکه د اسماعیل خېلو د قوم او یو شمیر نوره د حکومتي زورواکو له لوري غصب شوې ده.))

پکتیا
په پکتیا ولایت کې هم د ښوونکو دوه ښارګوټي یو په مرکز او بل په څمکنیو ولسوالۍ کې چې شاوخوا ۲۰۰جریبه کېږي، د سيمې د خلکو له لوري غصب شوي دي. د دغه ولایت د پوهنې ریاست مشر محراب الدین کلید ته وویل: ((په پکتیا ولایت کې د ښوونکو لپاره یو ښارګوټی ځانګړی شوی و چې ښوونکو ته یې ځمکې هم ووېشل شوې، ان تر دې چې ښوونکو پکې ودانیزې چارې هم پیل کړې، خو د سيمې خلک پرې راټول شول او له دوی یې بېرته ځمکې ونیولې.))

بامیان
د باميان ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې ۱۳۰ جریبه ځمکه د سيمې د خلکو له لوري غصب شوې ده. د دغه ولایت د پوهنې ریاست سرپرست محمد ایوب امیري کلید ته وویل: ((په یکاولنګ ولسوالۍ کې د سيمې خلکو په هغه ځمکو چې د ښوونکو لپاره ځانګړې شوې وې، دعوا کړې او چا ته اجازه نه ورکوي چې یادې ځمکې ووېشي.))

هلمند
په هلمند ولایت کې هم د ښوونکو لپاره په ځانګړو شوو ښارګوټو کې ځمکه غصب شوې، خو د دغه ولایت د پوهنې ریاست چارواکي په دقیق ډول نه پوهېږي چې د غصب شوې ځمکې کچه څومره ده. د دغه ولایت د پوهنې رییس قدرت الله یعقوبي وایي: ((په هلمند ولایت کې هم ځمکې غصب شوې دي، خو په دقیق ډول دا معلومات راسره نشته چې دا غصب شوې ځمکې څومره دي.)) ‎د یادولو ده چې د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د ښوونکو د ښارګوټو ځمکې غصب شوې دي، خو د دغه ولایتونو د پوهنې د رياستونو له چارواکو سره دقیق ارقام په لاس کې نشته. اخوا د پوهنې وزارت هم د ښوونکو د ښارګوټو د ځمکو د غصب موضوع يوه جدي ستونزه ګڼي او د دغه ځمکو په بېرته را ګرځولو کې په پاتې راتلو اعتراف کوي. د دغه وزارت ویاند وایي: ((په پوهنې وزارت کې په دغه موضوع بحث روان دی چې څنګه وکولای شي، غصب شوې ځمکې را وګرځوي په راتلونکې کې به ولیدل شي چې دغه بحثونه کومه پایله لري؟))

ځمکې ولې نه وېشل کېږي؟
لوګر، غور، سرپل ، فاریاب، دایکندي، بغلان، پکتیا، پکتیکا او غزني هغه ولایتونه دي چې د کور او ښارجوړولو وزارت له لوري پکې د ښوونکو لپاره ځمکې ځانګړې شوې دي، خو د یادو ولایتونو د پوهنې ریاستونه لا هم په دې نه دي توانېدلي چې یادې ځمکې په ښوونکو ووېشي. د کلید ګروپ د موندنو له مخې د ځمکو د نه وېش علتونه د ځمکو غصب، نا امني، د ښوونکو له استوګنيزو سيمو د ځانګړو شوو ښارګوټو لرې والی، د سيمې د خلکو له لوري په ټاکل شوو ځمکو کې د ښوونکو د ښارګوټو له جوړولو سره مخالفت، په ولایتونو کې د ښوونکو د ښارګوټو لپاره د ځمکو نشتوالی او داسې نور ښودل شوي دي.

د ځمکې نشتوالی
که څه هم د افغانستان په يو شمېر ولایتونو کې د استوګنيزو ښارګوټو د جوړولو لپاره پراخې سيمې او دښتې شته، خو په يو شمېر ولایتونو کې بیا دغه ډول ځمکې نشته. نورستان، بادغېس، کنړ او پنجشیر هغه ولایتونه دي چې د ښوونکو لپاره د ښارګوټو جوړولو ځمکې پکې نشته. د دغه ولایتونو د پوهنې رييسانو له کلید سره په خبرو کې وویل چې د پوهنې وزارت ورسره ژمنه کړې چې په ګاونډیو ولایتونو کې به دوی ته د ښارګوټو جوړولو لپاره ځمکې ورکوي، خو تر دې مهاله دغه ژمنې نه دي عملي شوې.
د بادغېس ولایت د پوهنې رييس وايي: ((د بادغېس ولایت له ښوونکو سره هېڅ ډول مرسته نه ده شوې، کومې ژمنې چې شوې يوه هم عملي شوې نه ده، حکومت باید په دغه ولایت کې د ښوونکو وضعیت ته پاملرنه وکړي.)) له بل لوري د نورستان ولایت د پوهنې رییس مهتاب الدین موحد کلید ته وویل چې په دغه ولایت کې ښوونکو ته هېڅ ځمکه نه ده ورکړل شوې.
نوموړی زیاتوي، په نورستان ولایت کې داسې کوم دولتي ځای نشته چې د ښوونکو لپاره ځانګړی شي، خو نوموړی وایي: ((حکومت له موږ سره ژمنه کړې ده چې په ګاونډیو ولایتونو کې به د دغه ولایت د ښوونکو لپاره ځمکې ځانګړې شي.))
اخوا د کنړ ولایت د پوهنې رییس سید جمال حسني هم ادعا کوي چې په دې ولایت کې داسې دولتي ځمکه نشته چې په ښوونکو ووېشل شي.
له بل لوري د پنجشېر ولایت د پوهنې رییس وايي، تر دې مهاله په دغه ولایت کې د ښوونکو لپاره کوم ښارګوټي ته ځمکه نه ده بېله شوې، خو هڅې روانې دي چې د ښوونکو لپاره په ټولو ولسوالیو کې ځمکې ځانګړې شي. د پوهنې وزارت ویاند په دې ولایتونو کې د ښارګوټو لپاره د ځمکو له نشتوالي بې خبري ښیي، خو وایي که داسې کومه موضوع وي، د پوهنې وزارت به یې په اړه اقدامات وکړي.

د ځمکو سمبوليک وېش
یو شمېر ښوونکي ادعا کوي چې دوی ته يوازې په سمبوليک ډول او د ټلوېزيوني کمرو مخې ته ځمکې وېشل شوې، خو پر سبا يې بیا هېڅ هم نه دي لېدلي.
د هرات ولایت يو ښوونکی وايي: ((ښوونکو ته د ځمکې ورکړه، یوازې د کاغذ د مخ خبره ده، کله چې وزیر، معین او یا هم نور لوړپوړي چارواکي دغه ولایت ته راځي، د ټلوېزیون د کمرو مخې ته یو یا دوه کسانو ته د ځمکې د وېش کاغذونه ورکوي، نور وروسته هېڅ هم نه وي.)) نوموړی زیاتوي، هغه ښارګوټي چې ښوونکو ته په نظر کې نیول شوي، له ښار ۴۰ کيلومتره لرې او په یوه لرې پرته سيمه کې موقعیت لري.
دغه راز د غزني يو ښوونکی وايي: ((په غزني ولایت کې د ښوونکو لپاره د پخواني والي په وخت کې یوازې یوه ښوونکي ته د دغه ځمکې یو سپین کاغذ ورکړل شوی او د ښارګوټي د پرانیستې مراسم تر سره شول، بیا مو نه ځمکه لیدلې او نه حکومت په دې اړه کومه خښته په بله اېښې ده.))
نوموړی له حکومت غواړي چې ښوونکو ته په خپلو ورکړل شوو ژمنو وفا وکړي او د ښوونکو په معاشونو او هغوی ته د سرپنا په پیدا کولو کې ورسره مرسته وکړي.
خو د پوهنې وزارت ویاند مجیب مهرداد بیا د ښوونکو دغه ادعا نه مني. نوموړی وايي: ((کله چې یو چا ته د پوهنې وزارت له لوري اسناد ورکول کیږي، هغه په دې معنا دی چې دوی د پوهنې وزارت په ښارګوټو کې د يوې نمرې ځمکې مستحق دي.))

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA