ads

د ټاکنو د لا ځنډېدو وېره

که څه هم د ټاکنو خپلواک کميسيون ټينګار کوي چې غواړي د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې روان کال ترسره کړي، خو د دغه کميسیون له ورو او په ځنډ مخکې تګ څرګندېږي چې ښايي ټاکنې سږ کال هم ترسره نه شي.

نویسنده: sarwan
19 وری 1396
د ټاکنو د لا ځنډېدو وېره

که څه هم د ټاکنو خپلواک کميسيون ټينګار کوي چې غواړي د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې روان کال ترسره کړي، خو د دغه کميسیون له ورو او په ځنډ مخکې تګ څرګندېږي چې ښايي ټاکنې سږ کال هم ترسره نه شي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون د دارالانشا مشر امام محمد وريماچ وايي چې ټاکل شوې یو تخنيکي کميسيون په راتلونکو درېيو اوونیو کې د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو په ټاکنو کې له نوي تکنالوژۍ د استفادې څرنګوالی وڅېړي.
د وريماچ په خبره، په دغه کميسيون کې کورني او بهرني متخصصين شامل دي او دوی به وڅېړي چې په ټاکنو کې له نوې تکنالوژۍ استفاده څومره ګټوره ده. د نوموړي په خبره دغه کميسيون به درې اوونۍ وروسته د خپل کار پايلې د ټاکنو خپلواک کميسيون له مشرتابه سره شريکې کړي.
د ټاکنو خپلواک کميسيون ټينګار لري چې د ملي يووالي حکومت او نړیوالې ټولنې هوکړه کړې چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په راتلونکو ټاکنو کې له نوې تکنالوژۍ کار واخلي.
اوس وېره څرګندېږي چې که د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په ټاکنو کې له نوې ټکنالوژۍ د استفادې د څرنګوالي څېړل تر دې ډېر وخت ونيسي، ښايي د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې نورې هم وځنډېږي او روان کال ترسره نه شي، ځکه له نوې ټکنالوژۍ د استفادې بحث له شاوخوا یوه یا يو نيم کال راهيسې مطرح دی او د ټاکنو خپلواک کميسيون تر دې مهاله هم نه دی توانېدلی، په دې برخه کې پرمختګ وکړي او يوې څرګندې پايلې ته ورسېږي.
له نوې تکنالوژۍ د استفادې د څېړلو بهیر ځکه د تامل وړ ټکی دی چې درې اوونۍ یا تر دې هم زيات وخت نيسي او ټوله هڅه به يې دا وي چې يوازې څرګنده کړي چې څومره له نوې تکنالوژۍ استفاده د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په راتلونکو ټاکنو کې اغېزناکه تمامېږي.
د ټاکنو خپلواک کميسيون د ټاکنو د ترسره کولو لپاره ډېر نور کارونه هم په مخکې لري چې یو له هغو د رايې ورکوونکو د لېست چمتووالی دی. ټاکل شوې دا ځل په ټاکنو کې د رايې ورکوونکو لېست هم چمتو شي، څو د فساد مخه ونيول شي او هیله کېږي چې ښايي دغه څه تر ۵۰ فیصده د ټاکنو شفافیت تضمين کړي.
له بل لوري دا وېره هم څرګندېږي چې که ټاکنې د روان کال تر مني پورې ترسره نه شي، له هغه وروسته د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې هوا سړېږي او واورې ورېږي او بیا په یو شمېر ولایتونو کې د ټاکنو ترسره کېدل ستونزمن کېږي، ځکه د ولایتونو له مرکزونو سره د ډېری ولسوالیو او لرې پرتو سيمو لارې تړل کېږي او هغه وخت بیا ستونزمنه ده چې ټاکنې ترسره شي. د دې تر څنګ یوازې ټوله پړه د ټاکنو په خپلواک کميسيون هم نه شي ور اچول کېدای ځکه د ټاکنو خپلواک کميسيونونه هم په ځینو برخو کې له ستونزو سره مخ دي او د ملي يووالي حکومت نه دی توانېدلی چې په دې برخو کې د ټاکنو د خپلواکو کميسيونونو ستونزې حل کړي. په دې برخه کې يو بحث د بودجې د نشتوالي دی. د ټاکنو خپلواک کميسيونونه ټينګار لري چې د بودجې او امکاناتو د نشتوالي په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي او که په وخت يې کافي بودجه په واک کې ورنه کړل شي، ښايي دوی په وخت ټاکنې ترسره نه شي کړای.
له بل لوري یو بل ستر کار چې تر ټولو اساسي موضوع ده او مسوولیت يې د ملي يووالي حکومت ته ورګرځي، هغه امنيت دی. تجربو څرګنده کړې چې هر ځل په افغانستان کې د ټاکنو بهیر له سختو امنيتي ننګونو سره مخ و او اوس چې کال په کال په افغانستان کې امنيتي وضعیت خرابېږي، ښايي د روان کال د ټاکنو پر وړاندې هم يوه جدي ستونزه د امنيت نشتوالی وي او د ملي يووالي حکومت به ونه توانېږي چې په دغسې يوه امنيتي وضعیت کې په ښه ډول ټاکنې ترسره کړي او د هغه لپاره امنيت ټينګ کړي. له دې کبله د ملي يووالي حکومت او د ټاکنو خپلواک کميسيون ته ښايي چې خپل کارونه چټک کړي او نور پرېنږدي چې ټاکنې وځنډېږي او اساسي قانون تر پښو لاندې شي، ځکه په يوه دموکراتيکه او ولسواکه ټولنه کې ټاکنې مهم اصل دی او که دغه اصل له منځه ځي او يا هم ځنډېږي ولسواکي هم خپله معنا له لاسه ورکوي او په هېواد کې انارشۍ او بې قانونۍ ته لاره هوارېږي.
همدا اوس هم د ولسي جرګې د قانوني وخت له پای ته رسېدو دوه کاله تېرېږي او دغه جرګه د جمهور رييس د يوه ځانګړي فرمان له لارې خپل کار ته دوام ورکوي.
د اساسي قانون له مخې باید د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې په ۱۳۹۴ کال کې ترسره شوې وای، خو د ملي يووالي حکومت ونه توانېد چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې په یاد کال کې ترسره کړي. د ملي يووالي حکومت د مشرانو له لوري د واک پر سر ناندرۍ ددې سبب شوې چې ټاکنيز اصلاحات وځنډېږي او ټاکنې هم ترسره نه شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA