ads

تېر کال ايران شاوخوا ۱۰۰ زره افغان کډوال ايستلي دي

د هرات ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست وايي، په تېر ۱۳۹۵ لمريز کال کې له ايران د ۲۸ زره ماشومانو او ۵۰ بې سرپرسته ښځو په ګډون ۱۰۰ زره تنه افغان کډوال را ايستل شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو رييس احمد جاويد نادم کليد ته وويل، ۱۵ زره افغان کډوال په خپله خوښه تېر کال له ايران راستانه شوي دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
18 وری 1396

نوموړي زياته کړه، پخوا د ايران له لوري افغان کډوال د هرات د اسلام کلا او د نيمروز د ميلک له لارې افغانستان ته را اړول کېدل خو اوس مهال د نامعلولو دلايلو له مخې دغه چاره يوازې د نيمروز د ميلک له لارې ترسره کېږي.
د نوموړي په خبره، امنيتي ګواښونه، د لارې اوږدوالی، د امکاناتو نشت او لوړ لګښت هغه ستونزې دي چې افغان کډوال په ځانګړي ډول بې سرپرسته ښځې او ماشومان ورسره مخ دي.
په همدې حال کې يو شمېر افغان کډوال چې د ايران د حکومت له لوري له دغه هېواده ايستل شوي د ايران د سرحدي سرتېرو له ناسم چلند، شکنجې او وهلو ټکولو سر ټکوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA