ads

د جلال اباد ښار دننه۱۰ کيلو مټره سړک قير کېږي

د ننګرهارولایت د ټولګټو ریاست چارواکي وايي، چې روان ۱۳۹۶ کال کې د ښار په دننه کې يې د لس کېلومتره سړک د قیر کولو هوډ کړی. د ننګرهار د ټولګټو چارو ريیس ضابط منګل کلید ته وويل، چې د ښار په دننه کې د لس کيلو مټرو سړک د پخولو لپاره يې له اړونده […]

نویسنده: sarwan
16 وری 1396
د جلال اباد ښار دننه۱۰ کيلو مټره سړک قير کېږي

د ننګرهارولایت د ټولګټو ریاست چارواکي وايي، چې روان ۱۳۹۶ کال کې د ښار په دننه کې يې د لس کېلومتره سړک د قیر کولو هوډ کړی.
د ننګرهار د ټولګټو چارو ريیس ضابط منګل کلید ته وويل، چې د ښار په دننه کې د لس کيلو مټرو سړک د پخولو لپاره يې له اړونده ادارو سره خبرې روانې دي، چې معلومه کړي کوم واټونه جوړ او قیر کړي.
منګل زیاته کړه، چې د لس کيلومټره سړک بودیجه منظوره شوې او تر څنګ به يې روان کال د ولسواليو یو شمېر سړکونو سروې او د ډیزاین چارې بشپړې شي.
د ننګرهار د ټولګټو چارو ريیس په داسې حال کې خپل فعالیتونه بې ساري یادوي، چې همدا اوس د کابل جلال اباد دویم لاین سړک، د تورخم جلال اباد سړک، د ښېوې ولسوالۍ د کاشکوټونو او ګڼ نورو سړکونو چارې په نیمايي کې پاتې او کارونه ېې په نشت حساب دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA